د بروکسل غونډې ډیر مهم سیاسي پيغام درلود
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71326-د_بروکسل_غونډې_ډیر_مهم_سیاسي_پيغام_درلود
د ایران خارجه وزیر د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې او د بریطانیې، جرمني او فرانسې هیوادونو د خارجه وزیرانو په شتون سره د بروکسل د غونډې نتیجه د یو مهم سیاسي پیغام لرونکې وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2018 10:05 Asia/Kabul
  • د بروکسل غونډې ډیر مهم سیاسي پيغام درلود

د ایران خارجه وزیر د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې او د بریطانیې، جرمني او فرانسې هیوادونو د خارجه وزیرانو په شتون سره د بروکسل د غونډې نتیجه د یو مهم سیاسي پیغام لرونکې وبلله.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن له بروکسله تهران ته د راستنیدو په وخت وویل: اروپایانو د برجام (ایټمي موافقې) د ساتنې لپاره د ترسره کونکو کارونو یو لیسټ جوړ کړی دی، د هغه لیسټ چې له مخې یې فیصله کیږي چې د ایران د څومره ګټو ضمانت ورکړي.

ظریف ټینګار وکړ: که د برجام دوام ټاکل شوی وي نو د بروکسل غونډه یې د پيل لپاره یو مناسب اقدام و او ډیر مهم سیاسي پيغام یې ولیږه.

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې اروپایان نن یوه سرمشریزه غونډه لري چې د دې غونډې یوه موضوع به برجام وي، څرګنده کړه: له راتلونکې اونۍ څخه به د په اروپا کښې د ماهرانو کوټلې غونډې پیل شي.

هغه زیاته کړه: راتلونکې اونۍ به له امریکې پرته د پنځو هیوادونو یعنې انګلستان، فرانسې، جرمني، روسیې او چین په شتون سره د ګټ کمیشن غونډه جوړه شي او د ګډ کمیشن مکانیزم له دې لارې پیلیږي.