له برجامه د امریکې په وتنې سره هیڅ کار نه دی ځنډیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71534-له_برجامه_د_امریکې_په_وتنې_سره_هیڅ_کار_نه_دی_ځنډیدلی
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي له ایران سره په ملګرتیا کښې د چټکتیا لپاره د اروپايي پلاوي د ټینګار خبر ورکړ او ویې ویل: د برجام (ایټمي موافقې) د دوام په لړ کښې له اروپایانو سره کار پر مخ روان دی او له دې موافقې د امریکې د وتلو په وجه هیڅ کار نه دی ځنډیدلی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2018 12:18 Asia/Kabul
  • له برجامه د امریکې په وتنې سره هیڅ کار نه دی ځنډیدلی

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي له ایران سره په ملګرتیا کښې د چټکتیا لپاره د اروپايي پلاوي د ټینګار خبر ورکړ او ویې ویل: د برجام (ایټمي موافقې) د دوام په لړ کښې له اروپایانو سره کار پر مخ روان دی او له دې موافقې د امریکې د وتلو په وجه هیڅ کار نه دی ځنډیدلی.

د ایرنا د رپورټ له مخې بهروز کمالوندي نن د ایران د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره د اروپايي اتحادیې د انرجۍ کمیشن په مشرۍ د اروپايي پلاوي د مذاکراتو ترڅنګ له برجامه د امریکې د وتنې په غبرګون کښې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې د اقداماتو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: که یو داسې میکانزم ته ورسو چې ایټمي موافقه له امریکې پرته دوام پیدا کړی شي نو په دې موافقې کښې له خپلو نورو لورو سره ملګرتیا جاري ساتلی شو.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند د برجام د اروپايي لورو د ملګرتیا په هکله هم وویل: نن سبا اروپایان کم از کم د ایټمي موافقې د ساتنې او د ملګرتیا د دوام اراده لري خو دا چې دا اراده به په برجام کښې د ایران د پاتې کیدو لپاره پوره وي که نه، وخت ته ضرورت لري.

کمالوندي په دې خبرې سره چې امریکا د نړیوال اعتبار له نظره په بده وضعه کښې ده، وویل: له اروپایانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي پلاوي نني مذاکرات رغنده وو او ایران به له اصلي لورو یعنې اروپا، چین او روسیې سره خپلې خبرې اترې جاري وساتي.