د برجام په ساتنه د چين تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71694-د_برجام_په_ساتنه_د_چين_تاکيد
د چين د خارجه وزارت وياند د ايران د اېټمي موافقې يا برجام په ساتنې او اجرا باندې تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2018 14:20 Asia/Kabul
  • د برجام په ساتنه د چين تاکيد

د چين د خارجه وزارت وياند د ايران د اېټمي موافقې يا برجام په ساتنې او اجرا باندې تاکيد وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د چين د خارجه وزارت وياند لوکانګ نن په بيجېنګ کښې د کورنيو او بهرنيو خبريالانوپه ټول کښې وويل، چين هم هغه ځان د برجام په ساتنه او اجرا  باندې ژمنو بولي.

لوکانګ له امرېکې نه بغېر چې له برجامه وتلې ده له لاسليکونکو هېوادونو وغوښتل چې د برجام د ساتنې لپاره دې په خپله ژمنه پابند اوسي.

د چين د خارجه وزارت وياند دې ته په اشارې سره چې اروپائي اتحاديه د برجام غږملونکې ده زياته کړه، په همدې لړ کښې اروپائي اتحاديه د چين، روسيې، فرانسې، جرمني او برطانيې په ملګرتيا سره روانې مياشتې په ۲۵ نېټه په ويانا کښې غونډه جوړوي.

هغه وويل، له چين څخه يو پلاوے به هم په دغه غونډه کښې ګډون وکړي.

ټاکلې شوې ده ايراني ، برطانوي، جرمني ، فرانسوي ، چيني او روسي  ډېپلومېټان له برجام څخه د امريکې له وتلو وروسته د دغې موافقې د جزئياتو او وړاندې ګامونو د څېړنې لپاره د آسټريا په پائتخت ويانا کښې غونډه جوړه کړي.