دجامعې ایټمی موافقې ساتلوته کلک هوډ لرو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72316-دجامعې_ایټمی_موافقې_ساتلوته_کلک_هوډ_لرو
د آسټریا پخوانی صدراعظم ولفګانګ شوسل هم پرون په ماسکو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې جامعه ایټمی موافقه یوه څواړخیزه موافقه ده ، روښآنه کړې ، له دغې نړیوالې موافقې د واشنګټن وتل د رغنده نړیوالو مقرراتو یوه څرګنده خلاف ورزی ده او باید اروپا ،روسیه ااوچین له جامعې ایټمی موافقې دامریکا دیواړخیز وتلو په وړاندې ودریږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2018 00:38 Asia/Kabul
  •  دجامعې ایټمی موافقې  ساتلوته کلک هوډ لرو

د آسټریا پخوانی صدراعظم ولفګانګ شوسل هم پرون په ماسکو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې جامعه ایټمی موافقه یوه څواړخیزه موافقه ده ، روښآنه کړې ، له دغې نړیوالې موافقې د واشنګټن وتل د رغنده نړیوالو مقرراتو یوه څرګنده خلاف ورزی ده او باید اروپا ،روسیه ااوچین له جامعې ایټمی موافقې دامریکا دیواړخیز وتلو په وړاندې ودریږی .

زمونږخبریال راپور راکړ دجرمنی صدراعظمې  میرمن آنګلا مرکل  پرون ناوخته   په برلین کې د نړیوالو لارو چارو په نامه  په یوه سیمنار کې  روښانه کړې   اروپائی اتحادیه په  تیره بیا  جرمنی  د نړیوالې ایټمی موافقې  ساتلو ته کلک هوډ لری  او دا یوه  هر اړخیزه  موافقه ګڼی .

 دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  په داسې حالې کې  له جامعې ایټمی موافقې  امریکا ویستلی چې  تقریبا درسته نړۍ  د غه   نړیواله موافقه  یوه  هراړخیزه او  کارنده   موافقه ګڼی .  د ملګروملتو د سرمنشی  آنتو نیو ګوترش پشمول  داروپائی  اتحادئې درستو مشرانو دامریکا په  دغه اقدام اندیښنه ښودلې او  روښانه ئې کړې  ده چې  له د غې نړیوالې موافقې به خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړی .

 له دې سره په یووخت د آسټریا پخوانی صدراعظم  ولفګانګ  شوسل  هم  پرون په ماسکو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې  جامعه ایټمی موافقه یوه څواړخیزه  موافقه  ده ، روښآنه کړې ،  له دغې نړیوالې موافقې د واشنګټن وتل   د رغنده نړیوالو  مقرراتو   یوه څرګنده خلاف ورزی ده  او باید  اروپا ،روسیه ااوچین   له جامعې ایټمی موافقې  دامریکا  دیواړخیز وتلو  په وړاندې ودریږی . 

 داپه د اسې حال کې دی چې    دتیرې چارشنبې په شپه  داسلامی انقلاب  معظم لارښود  حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای  د ایران د درو واړو قواؤ دمشرانو  نظام د لوړپوړو چارواکو  په ټول کې  له اروپایانو سره د جامعې ایټمی موافقې  د دوام لپاره  دلازمو شرائطو په بیانولو سره ټینګار کړی ، اروپایان باید   دامریکا په ضد پریکړه لیک  دملګروملتو امنیت شورا ته  یوسی او  له دغې نړیوالې ایټمی موافقې  دامریکا په وتلو اعتراض وکړی  او دغه راز اروپایان ژمن شی ،  چې  د ایران  دتوغندوی توان او  سیمه ایزو فعالیتونو بحث  مطلقا مطرح نه کړی ،  دایران په ضد دامریکا  له هرډول بندیزونو سره مقابله وکړی ، له ایرانه دتیلو  اخستل  دایران د اړتیاوړ  تر حده   تضمین کړی  ،اروپائی بانکونه  هم باید  له اسلامی  ایران سره   دحکومتی اوخصوصی  تجارت د  پیسو   د معادلاتو په باب  هم ضمانت ورکړی ، که دغه شرطونه ومنی نو  ورسره دې خبرواترو  ته دوام ورکړل شی ا وکه نه ،نو   له دوی سره  خبرې اترې کول د وخت تیرول دی .