ټول دې د امریکې د بدماش ډوله کړچار په وړاندې ودریږي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مختلو هیوادونو خارجه وزیرانو ته په یو لیک کښې ولیکل: د نړیوالې ټولنې یو یو غړی دنده لري چې حکومت ته د امریکې د بې پامۍ، له قانونه یې د تیښتې او بدماشانه طریقو په وړاندې ودریږي.
له برجام (ایټمي موافقې) د وتنې په شمول د امریکې د حکومت د غیرقانوني او یواړخیزو اقداماتو په هکله له نورو هیوادونو سره د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سلامشورو په دوام کښې محمد جواد ظریف د مختلفو هیوادونو خارجه وزیرانو ته په یو لیک کښې د امریکې د دې خطرناک اقدام پایلې تشریح کړې.
ظریف په دغه لیک کښې د مختلفو هیوادونو لخوا د امریکې د زیاته غوښتنې او غیرقانوني اقداماتو د غندنې او د ملګرو ملتو د امنیت شور ا ۲۲۳۱ پریکړه لیک او د برجام د اجرا کیدو غوښتنه وکړه.
د ایران خارجه وزیر له برجامه د امریکې وتل د برجام او د امنیت شورا د اړونده پریکړه لیک په خلاف ورزۍ او کمزوري کولو کښې د دغه هیواد د تیرو هلوځلو د اوج ټکی وباله او دې ټکي ته په اشارې سره چې برجام د هرې بلې موافقې په شان د ژمنې د پوره کولو تابع او د ټولو متقابلو لورو پر ژمنو ولاړ دی، ټینګار وکړ چې د دې موافقې پراختیا، اصول او چوکاټ د څواړخیزو دقیقو، حساسو او متوازنو خبرواترو نتیجه ده چې پکښې زیاتوالی، بدلون او یا یې په اړه دوباره خبرې اترې ممکنې نه دي.