د ایران او جنوبي افریقې خارجه وزیرانو په خپلو کښې وکتل
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر محمد جواد ظریف جنوبي افریقې ته په سفر کښې د دغه هیواد له خارجه وزیرې سره ملاقات وکړ او د مهمو دوه اړخیزو مسائلو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر محمد جواد ظریف چې د یو لوړرتبه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ جنوبي افریقې ته تللی، بیګا یې د افریقې له خارجه وزیرې سره ملاقات وکړ او د مهمو دوه اړخیزو مسائلو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې دا د محمد جواد ظریف او د سویلي افریقې د خارجه وزیرې «لینډیوې سیسیولو» Lindiwe Sisulu سره د کتنې وړومبی پړاؤ و. ټاکل شوې چې دواړه چارواکي نن هم ملاقات وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر به نن د جنوبي افریقې له ولسمشر سیریل رامافوزا سره هم ملاقات وکړي.
سویلي افریقې ته د ایران د خارجه وزیر سفر د دوه اړخیزو اړیکو او همداشان د برجام (ایټمي موافقې) په لړ کښې شوی دی.