اختر مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i73360-اختر_مو_مبارک_شه
نن د جُمعې مبارکه ورځ ده چې د جون له پينځلسمې سره سمون خوري د نړۍ په زياترو هېوادونو کښې وړوکے اختر اعلان شوے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2018 23:48 Asia/Kabul
  • اختر مو مبارک شه

نن د جُمعې مبارکه ورځ ده چې د جون له پينځلسمې سره سمون خوري د نړۍ په زياترو هېوادونو کښې وړوکے اختر اعلان شوے دے.

د اسلام په مبين دين کښې د شوال د مياشتې وړومبۍ نېټه د فطر يا وړوکي اختر په توګه ټاکلې شوې ده، ځکه چې د رمضان په مبارکه مياشت کښې روژه دار مسلمانان په عبادت او له خپلو ګناهونو څخه په  استغفار سره کوشش کوي له خپل بدن او روح څخه باطني ککړتياوې لرې کړي او خپل حقيقي فطرت ته ستانۀ شي.

د ايران د اختر د نمانځه د کمېټۍ مشر باقر پېش نمازي وويل: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر لخوا د واړۀ اختر د ورځې له اعلانه وروسته د دې نېکمرغه اختر نمونځ به د تهران  په امام خميني (رح) نومې عيدګاه کښې د حضرت آيت الله العظمی خامنه اي په امامت ادا کيږي.

مونږ هم په دې موقع د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بيا تاسو قدرمنو دوستانو ته د زړۀ له کومي د واړۀ اختر مبارکي وايوو او پاک رب ته لاس په دعا يوو چې زمونږ او ستاسو او ټولو مسلمانانو روژې، نمونځونه او نور عبادتونه په خپله پاکه درګاه کښې قبول او منظور کړي او د اختر دا مياشت د ټولې اسلامي نړۍ لپاره د امن او قرارۍ زېرې ورکونکې ثابته شي.