ټرامپ هماغه راز د ایران په ضدچټی لاپې وهی
اسلامی ایران ، په عراق او سورئې کې د امریکا اود هغې دمتحدانو ترملاتړ لاندې ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د دغو هیوادونو په رسمی غوښتنې سره ، دوی سره دسلاکارۍ مرستې کوی ، یو داسې اقدام چې هیڅکله هم د ډونالډټرمپ په څیر د کسانو نه خوښیږی .
فارس خبری آژانس راپورورکړی ، دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په انګڼ کې دخبریالانو په ټول کې له ملنډو په ډکو څرګندونو کې یو ځل بیا مدعی شوی ، له جامعې ایټمی موافقې د دغه هیواد وتل لامل شوی دی ، څو دایران سیمه ایز فعالیتونه کم شی .
ټرمپ ددې خبرې په کولو سره چې ایران ، له امریکا پرته د جامعې ایټمی موافقې په ساتنې پسې دی ، ادعا کړې ؛ اسلامی ایران یوه ورځ مجبوریږی ،څو د نوی موافقې لپاره له امریکا سره خبرواترو ته حاضر شی .
دامریکا ولسمشر په همداروستیو کې هم په دې په ټینګار سره چې واشنګټن به د ایران په ضد بې مخینې ا وپراخ بندیزونه وضع کړی ، هیله ښودلې ، ایران او امریکا بیا په یوه میز سره کیښنی او نوی موافقه لاسلیک کړی .
دایران دسیمه ایزو فعالیتونو دپیکه کیداا په باب د ډونالډ ټرمپ له ملنډو ډکې څرګندونې په داسې حال کې دی چې دایران داسلامی جمهوریت چارواکو په کرتو وئیلی دی ،که له ایرانه څوک وغواړی ، نو دسیمې د یوه ثبات رامینځةکونکی ، قدرتمند او اغیز شیندونکی هیواد په توګه به ، تل له ترهه ګرۍ سره په جنګ او بحران کې دښکیلو هیوادونو اومظلومانو مرستې ته ودانګی او له خپل دغه اصولی دریځه به یوه چپه هم شاتګ ونه کړی .