ظريف: د ټرمپ غېر سنجيده اقدامات د ايران په ګټه تماميږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i73898-ظريف_د_ټرمپ_غېر_سنجيده_اقدامات_د_ايران_په_ګټه_تماميږي
د ايران خارجه وزير له برجامه د وتلو په شمول د امريکې د ولسمشر غېر سنجيده اقداماتو ته په اشارې سره وويل، د ډونالډ ټرمپ د بدنامۍ لګښت د ايران په ګټه تماميږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2018 09:30 Asia/Kabul
  • ظريف: د ټرمپ غېر سنجيده اقدامات د ايران په ګټه تماميږي

د ايران خارجه وزير له برجامه د وتلو په شمول د امريکې د ولسمشر غېر سنجيده اقداماتو ته په اشارې سره وويل، د ډونالډ ټرمپ د بدنامۍ لګښت د ايران په ګټه تماميږي.

محمد جواد ظريف نن د ايران د سوداګرۍ د مرکز له غړيو سره په ګډه غونډه کښې د امريکې سټراټيجک مقصد له برجامه د ايران وتل وبلل او وې ويل، ايران د دښمن په مقصد پوهيږي او دا په  دې معنا نه ده چې ايران به په هيڅ ډول حالاتو کښې له برجامه نه ووځي.

ظريف د دې په ويلو سره چې امريکايانو د ايران په خلاف د دباونو دوران شروع کړط دے او د هېواد د نابودۍ په لټه کښې دي زياته کړه، په تېرو وختونو کښې امريکايان په سپينه ماڼۍ کښې ناست وو او په اروپا او نورو ځايونو کښې به د هغو انډيوالانو د هغوي د غوښتنو په پېروۍ کښې د ايران په خلاف بنديزونه لګول خو اوس هغه دوران ختم شوے دے.

ظريف د ايران په خلاف د لويديځو رسنيو د نن سبا ورځو پراخو فضاء جوړونو ته په اشارې سره واضحه کړه، روئيټرز د ايران د اقتصادو په اړه پنځوس دروغ خبرونه جوړوي چې پکار دي په دې لړ کښې هوښيار اوسيږوو.

د ايران خارجه وزير د ايران د خصوصي برخې فعالان د هېواد د ترقۍ د اقتصادو او متحرک والي اصلي سربازان وبلل.