ظريف: د ټرمپ غېر سنجيده اقدامات د ايران په ګټه تماميږي
د ايران خارجه وزير له برجامه د وتلو په شمول د امريکې د ولسمشر غېر سنجيده اقداماتو ته په اشارې سره وويل، د ډونالډ ټرمپ د بدنامۍ لګښت د ايران په ګټه تماميږي.
محمد جواد ظريف نن د ايران د سوداګرۍ د مرکز له غړيو سره په ګډه غونډه کښې د امريکې سټراټيجک مقصد له برجامه د ايران وتل وبلل او وې ويل، ايران د دښمن په مقصد پوهيږي او دا په دې معنا نه ده چې ايران به په هيڅ ډول حالاتو کښې له برجامه نه ووځي.
ظريف د دې په ويلو سره چې امريکايانو د ايران په خلاف د دباونو دوران شروع کړط دے او د هېواد د نابودۍ په لټه کښې دي زياته کړه، په تېرو وختونو کښې امريکايان په سپينه ماڼۍ کښې ناست وو او په اروپا او نورو ځايونو کښې به د هغو انډيوالانو د هغوي د غوښتنو په پېروۍ کښې د ايران په خلاف بنديزونه لګول خو اوس هغه دوران ختم شوے دے.
ظريف د ايران په خلاف د لويديځو رسنيو د نن سبا ورځو پراخو فضاء جوړونو ته په اشارې سره واضحه کړه، روئيټرز د ايران د اقتصادو په اړه پنځوس دروغ خبرونه جوړوي چې پکار دي په دې لړ کښې هوښيار اوسيږوو.
د ايران خارجه وزير د ايران د خصوصي برخې فعالان د هېواد د ترقۍ د اقتصادو او متحرک والي اصلي سربازان وبلل.