امریکا خپل انډیوالان له لاسه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i73912-امریکا_خپل_انډیوالان_له_لاسه_ورکوي
د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان لوړرتبه مرستیال او سلاکار دې ټکي ته په اشارې سره چې امریکا د خپلو ملګرو او متحدانو د بایللو په حال کښې ده، څرګنده کړه: امریکا د پوځي، اقتصادي او کلتوري نظره هم د زوال په لور روانه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2018 14:40 Asia/Kabul
  • امریکا خپل انډیوالان له لاسه ورکوي

د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان لوړرتبه مرستیال او سلاکار دې ټکي ته په اشارې سره چې امریکا د خپلو ملګرو او متحدانو د بایللو په حال کښې ده، څرګنده کړه: امریکا د پوځي، اقتصادي او کلتوري نظره هم د زوال په لور روانه ده.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې برید جنرال سید یحیی رحیم صفوي په دې خبرې سره چې لویدیځه آسیا یوه داسې مهمه سیمه ده چې له سیمې بهر قدرتونه پکښې د شتون لپاره سیالۍ کوي، ټینګار وکړ: لویدیځه آسیا سیمه به تر راتلونکو دولسو کالو پورې د نړۍ ترټولو لانجمنه او له مسائلو ډکه سیمه وي او د ایران اسلامي جمهوریت به پکښې په اقتصادي، سیاسي او کلتوري برخه کښې یو سیمه ایز قدرت وي.

هغه دې ته په اشارې سره چې په سیمه کښې هیڅ موضوع د ایران له ګډون پرته نه هواریږي، څرګنده کړه: امریکایانو په عراق او سوریې کښې ماتې وخوړه او د ایران، روسیې، سوریې او حزب ا... ائتلاف بریالی شو.

د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لوړرتبه سلاکار ټینګار وکړ چې د لبیان حزب ا... ځانله ۸۰ زره توغندي لري چې دا یې د پرمختګ او قدرت نښه ده او همداشان دا قدرت د صهیونیسټانو لپاره یوه همیشنۍ ویره ګڼله کیږي.