تاسو بریالي او سرلوړي راستانه شوئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74028-تاسو_بریالي_او_سرلوړي_راستانه_شوئ
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر دفتر د ایران د ورزش او ځوانانو له وزیر مسعود سلطاني فر سره په تماس کښې د حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي پیغام دوي ته او د فوټبال ملي ټیم ته ابلاغ کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2018 09:44 Asia/Kabul
  • تاسو بریالي او سرلوړي راستانه شوئ

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر دفتر د ایران د ورزش او ځوانانو له وزیر مسعود سلطاني فر سره په تماس کښې د حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي پیغام دوي ته او د فوټبال ملي ټیم ته ابلاغ کړ.

د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ته د حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په پیغام کښې راغلي دي: د ایران ملي ټیم ته ووائئ چې تاسو بریالي او سرلوړي راستانه شوئ، آفرین، انشاا... چې کامیاب شئ.

د ایران د فوټبال ملي ټیم په روسیې کښې د ۲۰۱۸ کال د نړیوال کپ په سیالیو کښې له تمې زیاته او ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده.

د ایران د فوټبال ملي لوبډله د مراکش په وړاندې خپلې وړومبۍ سیالۍ کښې یو پر صفر بریالی شو او دویمه لوبه یې د نړیوال کپ د اتلولۍ له یو مدعي ټیم یعنې اسپانیا څخه یوازې په یو ګول وبایلله.

د ایران ملي لوبډلې همداشان بیګا د اروپا د اتل یعنې د پرتګال د ټیم په وړاندې کړې سیالي په یو-یو ګول سره برابر کړه او له اسپانیا او پرتګال څخه یوازې د یو پوائنټ د کمي په وجه د نړیوال کپ له سیالیو بهر شوه