په بشری حقوقوکې ایران دلویدیځی جنایتکارومدعیانوپه وړاندې غوښتونکی دی
داسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کړی ، باید ددښمن ،بدغواړی او دسیسه ګر او تورلګونکی په مقابل کې پریکنده عمل وشی ،البته د ولس په وړاندې پکار ده ، په تواضع او زړه سواندۍ او مینې سره عمل وشی او له هغوی سره تفاهم وشی څو دعمومی افکارو اعتماد اوباؤر جلب کړائ شی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای نن دایران دقضایه قوې له مشر او نورو مسئولانو سره په کتنې کې د دښمنانو د سرزوریو په وړاندې دایران د ملت دحقوقو دپوره کیدا لپاره دایران دقضایه قوې په فعالیتونو دخوښۍ په ښودلو سره وفرمائیل ، دبشری حقوقو په مقولې کې اسلامی ایران د لویدیځی جنایتکارو مدعیانو په وړاندې مطالبه کونکی او غوښتونکی دی .
دوی همداراز په دغې کتنې کې په تیرو لسیزو کې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې دامریکا دبشری حقوقو غمیزو او هم په هند براعظمګی ا و دافریقا په لوئې وچې کې دانګریزانو اوفرانسویانو جنایتونو ته په اشارې سره ووئیل؛ په همدغو کلونو کې له داعش څخه په ملاتړ او هم په سورئې ، میانمار او نورو سیمو کې دلویدیځوالو کړچار ، له بشری حقوقو دملاتړ دبې شرمو مدعیانو د دوامدارو دروغو ښودنه کوی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود روښآنه کړې ، نن سبا په نړۍ کې په پروپیګنډو او دتبلیغاتو په پیچلو رودو سره تور سپین ، او مطلق باطل هم حق بریښوی ، خو له بده مرغه ،دمونږ ډیرې ادارې، دعمومی اعتماد د جلبولو موضوع او دقیقو او هنرمندانه رسنئ کارونو ته څه خاص اهمیّت نه ورکوی .
دوی دغه راز د سمو تبلیغاتو دضرورت په باب هم وفرمائیل ؛ نن سبا دایران پر قضایه قوې ، د بهرنیو دښمنانو او د داخلی غافلو له خوا پروپیګنډیز او رسانئ دباؤونه زیات شوی دی ، په دې ډول چې په دغو تبلیغاتو اوپروپیګنډو کې ، یو بې رحمه قاتل چې دامنیت ساتونکی څو ځوانان ئې قتل کړی ، او په یوه قانونی او څو میاشتنی منصفانه بهیر کې دهغه په جرم څیړنې شوی او محکوم شوی دی ، مظلوم بریښول کییږی او زړه سوانده او د مظلومانو د حقوقو تعقیبونکی قضایه قوه ظالمه اوتیریګره معرفی کیږی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په هغو څرګندونو په نیوکو سره چې په درستو ادارو کې د خور شوی فساد تصور ،عمومی افکارو ته په مستقیم اویا غیر مستقیم ډول القا کوی ، وفرمائیل؛ په ځینو حاکمیّتی ، ولسی او دکارکسب په ادارو کې فساد شته ، خو عمومی فساد واقعیّت نه دی او باید دغه غلط تصور په عمومی ذهنونو کې وانه چول شی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کړی ، باید ددښمن ،بدغواړی او دسیسه ګر او تورلګونکی په مقابل کې پریکنده عمل وشی ،البته د ولس په وړاندې پکار ده ، په تواضع او زړه سواندۍ او مینې سره عمل وشی او له هغوی سره تفاهم وشی څو دعمومی افکارو اعتماد اوباؤر جلب کړائ شی .