اروپايي اتحادیه د اقتصادي پیکیج په وړاندې هیڅ نوې غوښتنه نه لري
د اسلامي ایران خارجه وزیر وايي: تر څو جې له برجامه د ایران د خلکو حقوقو تامینیږي تر هغې به د ایران اسلامي جمهوریت هم په دغې ایټمي موافقه کښې پر خپلو کړو ژمنو پایبند وي.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر نن سهار د برجان د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د ګډ کمیشن په غونډه کښې د ګډون په موخه ویانا ته له رسیدو سره سم، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اروپايي اتحادیه ایران ته د اقتصادي پیکیج د وړاندې کولو په بدل کښې کومه نوې غوښتنه نه لري، وویل: له ایرانه د اروپايي اتحادیې یوازنۍ غوښتنه پر برجام (ایټمي موافقې) پابندي ده.
د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف د دې پوښتنې په ځواب کښې چې نن به ایران ته د اروپايي اتحادیې اقتصادي بسته وړاندې شي او له دې پیکیج څخه د ایران تمې څه دي؟ وویل: ایران تمه لري چې د اروپايي هیوادونو لخوا وړاندې شوی پيکیج په ایټمي موافقه کښې د ایران د خلکو د حقوقو ضمانت ورکړي.
ظریف څرګنده کړه: تر څو جې له برجامه د ایران د خلکو حقوقو تامینیږي تر هغې به د ایران اسلامي جمهوریت هم په دغې ایټمي موافقه کښې پر خپلو کړو ژمنو پایبند وي.
د برجام (ایټمي موافقې) د امریکې له وتنې وروسته د خارجه وزیرانو په کچه د دغې نړیوالې موافقې د ګډ کمیشن وړومبنۍ غونډه ټاکل شوې نن مازیګر او ایران او ۴+۱ ډله هیوادونو یعنې جرمني، فرانسې، بریتانیې، چین او روسیې د خارجه وزیرانو او همداشان د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې میرمن فډریکا موګریني په شتون سره د ویانا په کوبورګ هوټل کښې ترسره شي.