په برجام کښې پاتې لوري ایران ته د ضمانت ورکولو نیت لري
د ایران د خارجه وزارت ویاند په ویانا کښې د ایټمي موافقې (برجام) د ګډ کمیشن د غونډې ترسره کیدو ته په اشارې سره وویل: چین، روسیې او اروپايي لورو د ایټمي موافقې د دوام او په دغه موافقه کښې د پاتې کیدو لپاره ایران ته د ضمانت په ورکولو سره ښه سیاسي اراده ښودلې ده.
بهرام قاسمي پرون په یوه مرکه کښې په ویانا کښې د برجام د ګډ کمیشن مذاکرات یو مخ په وړاندې ګام وباله او څرګنده یې کړه: د دغې غونډې د پاې په بیانیه کښې له برجام څخه د امریکې له وتنې سره د څرګند مخالفت او په دې نړیواله موافقه کښې د ایران د شتون د دوام په اعلانولو کښې د اروپايي اتحادې د هیوادونو په غوښتنې او ارادې ټینګار شوی دی.
قاسمي زیاته کړه: هغو لاروچارو ته د رسیدو لپاره په مختلفو سویو د برجام د ګډ کمیشن مذاکرات به جاري وي چې د اروپايي لورو د ضمانتونو په وړاندې د ایران رضایتمندي ولري.
د ایران د خارجه وزارت ویاند همداشان د برجام په ګډ کمیشن کښې د مذاکرې وړ موضوعاتو په هکله وویل: دا خبرې اترې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کښې د ایران او اروپايي اتحادیې او حتی د ۴+۱ ډله هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا لپاره د ضروري مکانیزمونو څرنګوالي ته د رسیدو په موخه وشوې څو له برجامه د امریکې د وتنې په وجه رامینځته شوې تشه تر څه حده ډکه کړي.
د ویلو ده چې له نړیوالې ایټمي موافقې (برجام) څخه د امریکې له وتنې وروسته د خارجه وزیرانو په کچه د برجام د ګډ کمیشن وړومبۍ غونډه تیره جمعه د ایران او ۴+۱ ډله هیوادونو یعنې د فرانسې، بریتانیې، چین، روسیې او جرمني د خارجه وزیرانو او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې فډریکا موګریني په شتون سره په ویانا کښې وشوه.