ولايتي: د ايران او روسيې تعلقات له مخکې نه زيات پراخيږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74625-ولايتي_د_ايران_او_روسيې_تعلقات_له_مخکې_نه_زيات_پراخيږي
په نړيوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار د روسيې له ولسمشر سره له کتنې وروسته وويل: د دواړو هېوادونو مضبوط تعلقات په راتلونکو وختونو کښې هم له مخکې نه زياته پراختيا مومي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2018 13:18 Asia/Kabul
  • ولايتي: د ايران او روسيې تعلقات له مخکې نه زيات پراخيږي

په نړيوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار د روسيې له ولسمشر سره له کتنې وروسته وويل: د دواړو هېوادونو مضبوط تعلقات په راتلونکو وختونو کښې هم له مخکې نه زياته پراختيا مومي.

ډاکټر علي اکبر ولايتي نن د ماسکو د شمال په نووآګاريووا سيمه د روسيې د ولسمشر په استوګن ځاے کښې له  ولاديمير پيوټن سره کتنه وکړه او هغه ته يې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر زباني پېغام او د ايران  د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني ليکلے پېغام ورکړ.

علي اکبر ولايتي  د روسيې له ولسمشر سره د خپلو خبرو اترو په اړه وويل: ولاديمير پيوټن د دواړو هېوادونو د تيلو د تعلقاتو په پراختيا او د تېلو او ګېسو په صنائعو کښې تر پينځوس ميليارډ ډالرو پورې پانګونې په زياتولو تاکيد لري چې دغه رقم پانګونه د هغو لويديځو شرکتونو لپاره يو ښه بديل کېدې شي چې ايران يې پرېښود.

په نړيوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار د ايران او روسيې اېټمي ملګرتياو ته په اشارې سره زياته کړه، دوه اېټمي ري اېکټرونه د روسيانو لخوا د جوړېدو په حال کښې دي چې د روسيې ولسمشر يې په ايران کښې د مختلفو مراحلوله جزئيات خبر دے.

ولايتي د رېل پټلۍ په پراخولو کښې ملګرتيا د خپلو خبرو اترو يو بل محور اعلان کړ او وې ويل: د روسيې ولسمشر همدارنګ د شمال جنوب د کورېډور په منصوبه کښې په پانګونې تاکيد وکړ.

هغه د ايران او روسيې د سيمه ايزو ملګرتياو په باره کښې وويل: د هغو ځينو اوازو په اپوټه چې د ايران او روسيې ځينې ګډ دښمنان ورته لمن وهي د د روسيې و لسمشر تاکيد وکړ چې دواړه هېوادونه د سيمې په تېره بيا د سوريې او عراق له قانوني حکومتونو څخه د ملاتړ لپاره په سوريې او سيمه کښې خپلو ملګرتياو ته دوام ورکوي او د هغوي له زمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع کوي.

په نړيوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر وويل: له سوريې سره اړوند غونډه به ډېره زر د ايران، روسيې او ترکيې د مشرانو په شتون سره په تهران کښې جوړه شي.