ظريف: امريکه پکار دي د بنديزونو نشه پرېږدي
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې اوسنيو حالاتو د ايران لپاره زيات فرصتونه رامنځته کړي دي وويل: نن امريکه ځان ګوښې ته او د خپلو هدفونو په مخت بيائلو لپاره ډېرو څرګندو سياسي دباونو ته اړمنه ويني.
محمد جواد ظريف نن په تهران کښې له خصوصي څانګې سره د ايران د سفيرانو او د نمائندګيو د مشرانو په ګډه غونډه کښې وويل: له دې مخکې به زياترو هېوادونو د ايران په خلاف د امريکې په بائيکاټونو کښې ګډون کوۀ خو نن د امريکې بنديزونو خپل رواوالے له لاسه ورکړے دے ځکه چې امريکايان غواړي نور مجبور کړي چې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د مصوبې په خلاف عمل وکړي.
د ايران خارجه وزير دې ته په اشارې سره چې امريکايان د بنديزونو په نشه اخته دي او يوازې د ايران په خلاف بنديزونه نه لګوي وويل، نن د اروپا وار دے چې د امريکې او د مسټر ډونالډ ټرمپ د ذاتي ګټو د پوره کولو او د خپلو ګټو د پوره کولو ترمېنځ يو غوره کړي.
ظريف همدارنګ د دې په وويلو سره چې نړۍ دې نتيجې ته رسېدلې ده چې پکار دي امريکه د بنديزونو نشه پرېږدي زياته کړه: ايران کولې شي دباونه د ملي توليد په زياتولو او غېر تيلي صادراتو په زياتولو بدل کړي او امريکايانو ته وښئ چې پکار دي خپله د بنديزو لګولو نشه پرېږدي
هغه له امريکې سهر د ځينو هېوادونو په امنيتي او مشروعيتي وابستګي باندې په نيوکې سره دا خبره په ګوته کړه چې امريکايان په تېرو وختونو کښې د نړۍ د نمائندګۍ مدعيان وو خو اوس امريکايان د نړۍ د اقتصادو د لېبرل نظام په وړاندې چې خپله يې د هغه د جوړولو لپاره هلې ځلې کړي دي ولاړ دي