د ایران او سري لنکا خارجه وزیرانو سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75220-د_ایران_او_سري_لنکا_خارجه_وزیرانو_سره_وکتل
د ایران او سري لنکا خارجه وزیرانو په خپل ملاقات کښې د دوه اړخیزو اړیکو او د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2018 09:54 Asia/Kabul
  • د ایران او سري لنکا خارجه وزیرانو سره وکتل

د ایران او سري لنکا خارجه وزیرانو په خپل ملاقات کښې د دوه اړخیزو اړیکو او د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف چې سري لنکا ته تللی، نن یې له خپل سري لنکن همرتبه تیلک ماراپانا سره په کتنه کښې د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا او د دواړ هیوادونو د اړیکو د لازیاتو برخو د موندلو په هکله د نظر تبادله وکړه.

تیل او انرجي، پټرو کمیکل، رغاونه، بانکي تبادلې او کرهڼیزې چارې د ایران او سري لنکا د خارجه وزیرانو د خبرواترو نورې برخې وې.

د ویلو ده چې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لاروچارو په هکله د سري لنکا له چارواکو سره د خبرواترو لپاره پرون د دغه هیواد پلازمینې کولمبو ته تللی دی.

د ایران خارجه وزیر به د سري لنکا له چارواکو سره له کتنې وروسته د سویل ختیځې آسیا د هیوادونو د اتحادیې (آسیان) په غونډه کښې د ګډون لپاره سنګاپور ته لاړ شي.