د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د اروپا هلې ځلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75302-د_ایټمي_موافقې_د_ساتنې_لپاره_د_اروپا_هلې_ځلې
د ایران خارجه وزیر وايي: د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د غږملو اقداماتو د ترسره کیدو د ضرورت په لړ کښې نړیواله اجماع موجوده ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2018 10:04 Asia/Kabul
  • د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د اروپا هلې ځلې

د ایران خارجه وزیر وايي: د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د غږملو اقداماتو د ترسره کیدو د ضرورت په لړ کښې نړیواله اجماع موجوده ده.

محمد جواد ظریف د آسیان اتحادیې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کښې له ګډون وروسته او له  سنګاپوره په راستنیدو کښې همداشان د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئولې فډریکا موګریني سره خپل ملاقات ته اشاره وکړه او ویې ویل: په دغه کتنه کښې دواړو لورو له ایټمي موافقې د ایران د خلکو له اقتصادي برخمنتیا څخه د ډاډ لپاره د اروپايي اتحادیې او نورو د اقداماتو جزئیات وڅیړل.

میرمن موګریني هم پرون د سنګاپور په نانیانګ پوهنتونو کښې په خپله وینا کښې ټینګار وکړ: مونږ په ټوله نړۍ کښې له خپلو نړیوالو انډیوالانو سره ملګرتیا جاري ساتو څو له ایران سره قانوني تجارت دوام ولري. مونږ دا کار کوو ځکه چې دا موافقه زمونږ د ډله ایز امنمیت او د اروپايي اتحادیې د امنیت لپاره ګټه وره ده.

هغې څرګنده کړه: نړیوالې موافقې له لاسلیکیدو سره سم باید د ټولو لورو لخوا محترمې وګڼلې شي.

دا څرګندونې د اروپا لپاره د ایټمي موافقې د ساتنې د اهمیت ښودونکې دي. د ایټمي موافقې ساتنه د هغې د مذاکراتو په بهیر کښې د اروپا د سیاسي اعتبار د دفاع په معنا ده.  

نن سبا اروپايي قدرتونه هیله من دي چې د هغوي سفارتي سټراټیجۍ له ایټمي موافقې د امریکې د وتنې له چیلنج څخه هم په بریمنه توګه تیري شي، که څه هم دا کار ګران ښکاري. د موګریني په وینا، د امریکې پياوړي اقتصادي خنډونه د دوي په وړاندې دي خو د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د اروپا انګیزه د پام وړ ده.

په همدې لړ کښې د جرمني پخوانی خارجه وزیر زیګمار ګابریل وايي: مونږ غواړو د ایټمي موافقې په هکله د هرې هغې فیصلې په وړاندې د دغې موافقې ساتنه کول غواړو ممکنه ده د هغې د خرابیدو سبب شي، ځکه چې د دې موافقې لغوه کیدل به د نورو نړۍ لپاره یو ډیر خطرناک پيغام وي.

اروپا ښه پوهیږي چې د ایټمي موافقې هیڅ بدیل نشته. له اقتصادي اړخه هم باید وویل شي چې اروپايي هیوادونه له ایران سره په ډیره لوړه سویه سوداګري اړیکې لري.

اروپا حتماً له ایران سره د ایټمي موافقې د دوام په لړ کښې یوه سخته لاره مخته لري خو سره له دې ټولو سختیو د امریکا د دباؤ په وړاندې د مقاومت په ارزښت خبر ده. په دې حالاتو کښې باید وویل شي چې د ایران د تمې او انتظار پروسه نامحدوده نه ده چې تر ابده به دوام ولري. نو په دې وجه په دې بهیر کښې د دوو ټکیو څیړنه مهمه ده.

وړومبی ټکی له امریکې پرته د ایټمي موافقې د اجرا په هکله د اروپايي لوري لخوا د رڼو او مضبوطو ضمانتونو وړاندې کول دي.

او دویم ټکی، د وخت عامل ته پاملرنه ده، هم د خبرواترو د مودې اوږدوالی او هم د ژمنو د اجرا پریکنده نیټه. اوس د ایران د اقتصادي فعالیتونو یوه برخه د مذاکراتو نتیجې ته پاتې ده. په داشان حالت کښې د موګریني څرګندونې دوه اړخیزې کیدی شي. یو اړخ یې له ایران سره د ملګرتیا له پریکنده دوامه د اروپا دفاع ده خو بل اړخ یې له امریکې د اروپا د پيروۍ احتمال دی چې نتیجه یې وخت ضایع کول او له ایران سره په ملګرتیا کښې موقع ضایع کول دي او د دې انتخاب غوره کل به بیخي د اروپا په ګټه نه وي.

*******/////////*******