ایران او روسیې له ترهګرۍ سره په هراړخیزې مبارزې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75465-ایران_او_روسیې_له_ترهګرۍ_سره_په_هراړخیزې_مبارزې_ټینګار_وکړ
د ایران او روسیې د خارجه وزارت مرستیالانو د ملګرو ملتو په چورلیزتوب سره، د ترهګرۍ له سپیرې ښکارندې سره په هراړخیزې مبارزې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2018 03:11 Asia/Kabul
  • ایران او روسیې له ترهګرۍ سره په هراړخیزې مبارزې ټینګار وکړ

د ایران او روسیې د خارجه وزارت مرستیالانو د ملګرو ملتو په چورلیزتوب سره، د ترهګرۍ له سپیرې ښکارندې سره په هراړخیزې مبارزې ټینګار وکړ.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د ایران د خارجه وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال غلامحسین دهقاني او له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کښې د روسیې د خارجه وزیر مرستیال اولِګ سیرومولوتوف پرون په ماسکو کښې د نړیوالو حقوقو د اصولو په بنیاد له ترهګرو او افراط پالو ډلو سره د هراړخیزې مبارزې لپاره د ملګرو ملتو په محوریت سره د نړیوالو ملګرتیاؤ د پياوړتیا په هکله د نظر تبادله وکړه.

د بهرنیو ترهګرو له ښکارندې سره د مبارزې په موخه د نړیوالو ملګرتیاؤ ضرورت او په دوه اړخیزه او نړیوالو توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ملګرتیا او د اطلاعاتو د تبادلې د لرلید څیړنه د ایران او روسیې د استازو په غونډه کښې مطرح شوي نور موضوعات وو.