دایران دفاعی صنعت د هیواد دامنیت ضامین دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75566-دایران_دفاعی_صنعت_د_هیواد_دامنیت_ضامین_دی
دایران دفاع وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د ښمنان دنړۍ د ورځې وسلو اوتجهیزاتو دترلاسه کولو لپاره ډیر ز یات لګښتونه کوی، روښانه کړې ، ایران ددفاعی اقتصاد په رعایتولو سره چې پر ځیرتیا او هوښیارۍولاړ دی ،شپه ورځ او په هرډول چاپیریال او موسم کې له مځکې او سمندره ټاکونکی ټارګټ په نښه کولی شی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 13, 2018 09:36 Asia/Kabul
  • دایران دفاعی صنعت  د هیواد دامنیت ضامین دی

دایران دفاع وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د ښمنان دنړۍ د ورځې وسلو اوتجهیزاتو دترلاسه کولو لپاره ډیر ز یات لګښتونه کوی، روښانه کړې ، ایران ددفاعی اقتصاد په رعایتولو سره چې پر ځیرتیا او هوښیارۍولاړ دی ،شپه ورځ او په هرډول چاپیریال او موسم کې له مځکې او سمندره ټاکونکی ټارګټ په نښه کولی شی

 زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر نن د فاتح مبین توغندی پشمول د یو شمیر نوو  پوځی بریاؤ دافتتاح په دستورو کې   ددې خبرې په کولو سره چې  اسلامی ایران  له درستو توغندوی ضددفاعی سسټمونو او خنډونو تیریدلی شی ،ټینګار کړی ،  دایران دفاعی صنعت  د هیواد دامنیت اوثبات ضامین او دخپلواکۍ یوه اصلی مولفه ده .

 سردار امیر حاتمی  په دغو دستورو کې ووئیل  د دغه ماډرن ګائیډیډ توغندی په مقابل کې  هیڅ شی خنډ نشی جوړیدلی ،  او علت ئې هم لازیات حساسیّت اوځیرتیا ،لالوړ تکتیک، لوړ  توان او زیات چټکوالی  دی ، چې  د ټارګټ په ټاکنې کې ئې لری . 

هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې  فاتح مبین توغندی  په بشپړ ډول داخلی تولید دی ووئیل ،   دایران داسلامی جمهوریت دپوځ درستې اړتیاوې  په ځای توانمیو سره او له هیواده بهر ته له اړتیا پرته تامینیږی  او  ایران  په نوو بریاؤ په تیره بیا دفاتح مبین توغندی  په تولیدولو سره ، ترمودو پورې  خپل امنیت تضمینولی شی  .