له امریکاسره به خبرې اترې ونه کړو
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز پخپلې وینا کې ټینګار وکړ، هیڅ جنګ به ونه شی ، ځکه مونږ به د تیر وخت په څیر هیڅکله هم د جنګ پیلونکی نه وو او امریکایان به هم حمله ونه کړائ شی ،ځکه پوهیږی ، چې په سلو کې سل به د هغوی په ضرر تمام شی ، دا په دې خاطر ده چې دایران اسلامی جمهوریت او ملت ثابته کړې ده هر تیریګر ته به غاښ ماتونکی او کوټلی ځواب ورکړی .
دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای نن دزرګونو خلکو په ټول کې په مهمې وینا کې د بندیز،جنګ او خبرواترو په باب دامریکائی چارواکو د بې ادبه خبرو په باب ووئیل ، ټینګارکوو چې جنګ به ونه شی ، او خبرې اترې به هم ونه کړو.
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز پخپلې وینا کې ټینګار وکړ، هیڅ جنګ به ونه شی ، ځکه مونږ به د تیر وخت په څیر هیڅکله هم د جنګ پیلونکی نه وو او امریکایان به هم حمله ونه کړائ شی ،ځکه پوهیږی ، چې په سلو کې سل به د هغوی په ضرر تمام شی ، دا په دې خاطر ده چې دایران اسلامی جمهوریت او ملت ثابته کړې ده هر تیریګر ته به غاښ ماتونکی او کوټلی ځواب ورکړی .
دوی همداراز له امریکا سره دخبرواترو دموضوع په باب هم ټینګار وکړ له امریکایانو سره د دقیقو استدلالونو، دتیرو تجروبو او له یوه سرزوری ، جعلی او ګڼ ګپ رژیم سره دخبرواترو ډیرو تاوانونو د شتون په علت خبرې اترې نه کوو .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای جامعه ایټمی موافقه له امریکا سره د خبرواترو د نتیجې یو واضح مثال وبالۀ او وې فرمائیل ؛ په خبرواترو کې دامریکایانو فارمولې ته په پام سره په نړۍ کې هر حکومت له هغوی سره خبرې اترې کوی ،نو له مشکل سره مخامخ کیږی ، مګر دا چې سوچ او فکر ئې له واشنګټن سره یو شان شی ، چې البته دامریکا اوسنی حکومت حتی له اروپایانو سره هم د زور خبرې کوی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز په یمن کې دآل سعود رژیم د وروستیو دوواونیو جنایتونو په یادولو سره ، یعنی په یوه روغتون ، دیمن د ماشومانو په یوه بس په بمبارولو ا و د لسګونو بې ګناه او بې پناه ماشومانو په قتل عام سره دهغوی جنایتونو ته په اشارې سره روښانه کړې ؛ دنړۍ وجدان د دغو جنایتونو په وړاندې ولړزید،خو امریکایانو د دغو غمیزو دمحکومولو په ځای ، په بې شرمئ اوسپین سترګیتوب سره له سعودیانو سره دخپلو سټراټژیکو اړیکو خبره کړې او دا پوښتنه ئې راولاړه کړه چې آیا آیا امریکائی مسئولان واقعا ً انسانان دی ؟
داسلامی انقلاب معظم لارښود دکډوالیدا په پلمه له خپلو میّندو د دوه زره ماشومانوجلاکول او په وسپنیزو پنجرو کې ئې بندول یو بل بې مخینې جنایت وبالۀ او وې فرمائیل ؛ دحیرانتیا خبره ده چې امریکایان له خځالت او شرم پرته دغه اقدامات دنړیوالو دسترګو په وړاندې ترسره کوی .دوی ټینګار وکړ ایران د امریکا او سعودیانو دګواښونو اوجنایتونو په مقابل کې له دوودوستو او مسلمانو هیوادونویعنی له سورئې اوعراق سره مرسته کړې ، چې دغه ډ ول مرستې د دوستو هیوادونو ترمینځ یو ډول مبادله ده .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دخپلې وینا په بلې برخې کې د ایران د مسئولانو او ولس دعمومی وحدت او یو زړتوب ضرورت ته په اشارې سره ووئیل ، په هیواد کې هیڅ ډول بندون نشته او په درو واړو قواؤ کې مسئولانباید په هڅې ،ګډ کار او دکارپیژاندو له نظرونو په استفادې سره د خلکو له اوږو مشکلات او دباؤنه اوچت کړی.