له امریکاسره به خبرې اترې ونه کړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75576-له_امریکاسره_به_خبرې_اترې_ونه_کړو
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز پخپلې وینا کې ټینګار وکړ، هیڅ جنګ به ونه شی ، ځکه مونږ به د تیر وخت په څیر هیڅکله هم د جنګ پیلونکی نه وو او امریکایان به هم حمله ونه کړائ شی ،ځکه پوهیږی ، چې په سلو کې سل به د هغوی په ضرر تمام شی ، دا په دې خاطر ده چې دایران اسلامی جمهوریت او ملت ثابته کړې ده هر تیریګر ته به غاښ ماتونکی او کوټلی ځواب ورکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 13, 2018 13:06 Asia/Kabul
  • له امریکاسره به خبرې اترې ونه کړو

داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز پخپلې وینا کې ټینګار وکړ، هیڅ جنګ به ونه شی ، ځکه مونږ به د تیر وخت په څیر هیڅکله هم د جنګ پیلونکی نه وو او امریکایان به هم حمله ونه کړائ شی ،ځکه پوهیږی ، چې په سلو کې سل به د هغوی په ضرر تمام شی ، دا په دې خاطر ده چې دایران اسلامی جمهوریت او ملت ثابته کړې ده هر تیریګر ته به غاښ ماتونکی او کوټلی ځواب ورکړی .

دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای  نن دزرګونو خلکو په ټول کې په مهمې وینا کې   د بندیز،جنګ او خبرواترو په باب دامریکائی چارواکو د بې ادبه خبرو په باب  ووئیل ، ټینګارکوو چې  جنګ به ونه شی ، او خبرې اترې به هم ونه کړو.

داسلامی انقلاب معظم لارښود  همداراز پخپلې وینا کې ټینګار وکړ، هیڅ جنګ به ونه شی ، ځکه  مونږ  به د تیر وخت په څیر هیڅکله هم د جنګ پیلونکی نه وو او  امریکایان به هم حمله ونه کړائ شی ،ځکه  پوهیږی ، چې  په سلو کې سل  به د هغوی په ضرر تمام شی ،  دا په دې خاطر  ده چې  دایران اسلامی جمهوریت او ملت ثابته کړې ده  هر تیریګر ته به  غاښ ماتونکی او کوټلی ځواب ورکړی .

 دوی همداراز  له امریکا سره  دخبرواترو دموضوع په باب هم  ټینګار وکړ له امریکایانو سره  د دقیقو استدلالونو، دتیرو تجروبو او  له  یوه سرزوری ، جعلی او ګڼ ګپ  رژیم سره  دخبرواترو  ډیرو تاوانونو د شتون په  علت  خبرې اترې نه کوو .

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  جامعه ایټمی موافقه  له امریکا سره د خبرواترو د نتیجې یو واضح مثال وبالۀ او  وې فرمائیل ؛ په خبرواترو کې دامریکایانو فارمولې ته په پام سره  په نړۍ کې   هر حکومت  له هغوی سره خبرې  اترې کوی ،نو  له مشکل سره مخامخ کیږی ، مګر دا چې  سوچ او فکر ئې  له واشنګټن سره یو شان شی ، چې  البته  دامریکا اوسنی حکومت  حتی له اروپایانو سره هم  د زور خبرې کوی .

  داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز  په یمن کې  دآل سعود رژیم  د وروستیو دوواونیو جنایتونو په یادولو سره ، یعنی  په یوه روغتون ، دیمن د ماشومانو  په یوه بس   په بمبارولو ا و  د لسګونو بې ګناه او بې پناه ماشومانو په قتل عام  سره  دهغوی جنایتونو ته په اشارې سره  روښانه کړې ؛ دنړۍ وجدان  د دغو جنایتونو په وړاندې ولړزید،خو  امریکایانو   د دغو غمیزو دمحکومولو په ځای ، په بې شرمئ اوسپین سترګیتوب سره  له سعودیانو سره  دخپلو سټراټژیکو اړیکو خبره کړې  او دا پوښتنه ئې راولاړه کړه چې آیا آیا  امریکائی مسئولان واقعا ً انسانان دی ؟

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  دکډوالیدا په پلمه  له خپلو میّندو  د دوه زره ماشومانوجلاکول او  په وسپنیزو پنجرو کې ئې بندول یو بل بې مخینې جنایت وبالۀ او وې فرمائیل ؛ دحیرانتیا خبره ده  چې امریکایان  له خځالت او شرم پرته  دغه اقدامات  دنړیوالو دسترګو په وړاندې ترسره کوی .دوی ټینګار وکړ  ایران  د امریکا او سعودیانو دګواښونو اوجنایتونو په مقابل کې  له دوودوستو او مسلمانو هیوادونویعنی له سورئې اوعراق سره  مرسته کړې ، چې  دغه  ډ ول مرستې  د دوستو  هیوادونو ترمینځ یو ډول مبادله  ده .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  دخپلې وینا په بلې برخې کې  د   ایران د مسئولانو او ولس   دعمومی وحدت او یو زړتوب  ضرورت ته په اشارې سره  ووئیل ،  په هیواد کې هیڅ ډول بندون نشته   او  په درو واړو قواؤ کې  مسئولانباید په هڅې ،ګډ کار  او  دکارپیژاندو له نظرونو په استفادې سره د  خلکو له اوږو  مشکلات او دباؤنه اوچت کړی.