له ایران سره د چین ملګرتیاوې لا زیاتیږي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي بیګا د ایران د اسلامي جمهوریت له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره د ټیلیفون په لیکه خبرې اترې وکړې.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، وانګ یي په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې په دې خبرې سره چې هیواد یې له ایران سره اړیکو ته ډیر اهمیت او ارزښت ورکوي، وویل: بیجنګ وروستیو نړیوالو بدلونونو ته په کتنې سره، له تهران سره د خپلو اړیکو د کچې د لوړولو فیصله کړې ده.
د چین خارجه وزیر همداشان ایټمي موافقه (برجام) په نړیوال ډګر کښې یوه مهمه بریا وبلله چې په یو وخت د دواړو هیوادونو د ملي ګټو ساتنه او څواړخیز پالنه پکښې شامله ده.
وانګ یي په عین حال کښې له هرډول یواړخیز پالنې او د نورو هیوادونو خلاف د یواړخیزو بندیزونو له لګیدو سره د خپل هیواد مخالفت اعلان کړ.
په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم له چیني لوري سره په ایټمي موافقې پورې اړوند وروستي بدلونونه وڅیړل او د دغې موافقې په ساتنه کښې یې د چین پر رغنده رول ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مۍ د میاشتې په اتمه نیټه د ایران خلاف د بې بنیاده تورونو په تکرارولو سره له ایټمي موافقې د واشنګټن وتل او په ایران باندې یوځل بیا د ایټمي بندیزونو لګیدل اعلان کړي دي.
خو د امریکې د ولسمشر دا کار د نړیوالو په تیره بیا له ایران سره د ایټمي موافقې د لاسلیکونکو هیوادونو له پراخو نیوکو سره مخامخ شو. برطانیې، فرانسې، روسیې، چین او جرمني ویلي چې په ایټمي موافقې پایبند دي او ترې ملاتړ کوي.