له ایټمی موافقې د امریکایواړخیز وتل پرایټمی فعالیتونوهیڅ اغیزې نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75812-له_ایټمی_موافقې_د_امریکایواړخیز_وتل_پرایټمی_فعالیتونوهیڅ_اغیزې_نه_لری
دایران داسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحی روښانه کړې انګلستان د اراک د درندو اوبو د ریئکټردبیارغاونې په ډلې کې د امریکا ځای ونیوۀ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 22, 2018 08:51 Asia/Kabul
  • له ایټمی موافقې د امریکایواړخیز وتل پرایټمی فعالیتونوهیڅ اغیزې نه لری

دایران داسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحی روښانه کړې انګلستان د اراک د درندو اوبو د ریئکټردبیارغاونې په ډلې کې د امریکا ځای ونیوۀ

دایران داسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحی  نن زمونږخبریال سره په خبرو کې  په دې په ټینګار سره چې  له جامعې ایټمی موافقې  دامریکا په وتلو سره ،انګلستان   دهغې ځای نیولی ،او  دایران درستې ایټمی  چارې په ښه  ډول پرمخ ځی  او هیڅ مشکل هم نشته ووئیل ،   د نوی بټیو   په اکتشاف، څیړنې ، پراختیا او جوړونې کې  هیڅ مشکل نشته او  دروغتون دجوړیدا او د درملو دتولید په څیر فعالیتونه  هماغه راز  دوام لری . 

 دایران دایټمی انرژۍ د ا دارې مشر په دې خبرې کولو سره چې  دامریکا دیواړخیزو  بندیزونو بیرته لګیدا    دایران  پر ایټمی فعالیتونو هیڅ اغیزې نه دی شیندلی ووئیل ، دایران  د ایټمی پروژو زیاتره برخه   په ځان بسیّه ده او یا  له  روسیې سره  په ملګرتیا سره ترسره کیږی  چې روسیې هم  په ښه  ډول پخپلو ژمنو عمل  کړی دی .

  صالحی  همدرااز د بوشهر د دوهمې ایټمی بټۍ  دپرمختګ په باب هم ووئیل ،  دم ګړۍ  دغه  بټۍ  له خپل پروګرامه هم  مخکې  روانه ده او هیله مندیوو څو تر راتلونکو شپږو کلونو پورې  دوهمه ایټمی بټۍ هم افتتاح شی او  دوه کاله  وروسته بیا  دریمه ایټمی بټۍ هم مدار ته وارده شی .

 له دې مخکې د ایران دایټمی ادارې  ویندوی  بهروز کمالوندی هم  وئیلی  وو ، دایران د  مرکز اراک  ایټمی ریئکټر  د بیارغاونې کار  د چین او انګلستان   په ملګرتیا سره  روان دی او   له  جامعې ایټمی موافقې د امریکایو اړخیز وتلو  د دغه ایټمی ریئکټر  دبیارغاونې  بهیر  نه دی درولی .