په ټویټر کښې دې جعلي حسابونه بند کړی شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76526-په_ټویټر_کښې_دې_جعلي_حسابونه_بند_کړی_شي
په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د جعلي ټویټري حسابونو د بندیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 17, 2018 00:45 Asia/Kabul
  • په ټویټر کښې دې جعلي حسابونه بند کړی شي

په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د جعلي ټویټري حسابونو د بندیدو په ضرورت ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د حقیقي کارونکو د ټویټري حسابونو په بندیدو او د هغو روباټونو په آزاد پریښودو باندې د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف له نیوکې سره هممهاله چې د (نظام د بدلون) لپاره د هلوځلو په لړ کښې فعالیت کوي، په لندن کښې د اسلامي ایران سفیر حمید بعیدي نژاد وویل: ټویټر له پکار دي چې د دغو جعلي حسابونو د بندولو لپاره د ظریف غوښتنه ومني.

بعیدي نژاد په خپل ټیلیګرام اکاؤنټ کښې د یو پیغام په خپرولو سره ولیکل: لږ وخت وروسته له دې چې د ایران خارجه وزیر د جعلي ټویټونو د تولید او خپریدا د یوې پراخې شبکې د شتون تریخ حقیقت ته اشاره وکړه، د انګلستان د ټیلیویژن څلورم چینل او الجزیره چینل داسې مستند پروګرامونه خپاره کړل چې د دغه تریخ حقیقت پټه څیره یې په ډاګه کړه.

د ویلو ده چې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په ټویټر کښې د هغو روباټونو په هکله ټیلیویژني پروګرام ته په غبرګون کښې چې په ټویټر کښې یې جعلي حسابونه جوړ کړي او د ایران د نظام د بدلون په ملاتړ کښې یولړ مطالب خپروي، ولیکل: ټویټر د ایران د ټیلیویژن د ځینو مجریانو یا اینکرانو او د یوشمیر ایراني محصلینو په شمول د واقعي ایراني استعمالونکو ټویټر حسابونه په دې تور بندوي چې هغوي (د نفوذي عملیاتو) یوه برخه دي.

په دې وروستیو کښې الجزیره چینل د هغو روباټونو په موضوع یو ټیلیویژني پروګرام خپور کړ چې د ایراني ضده مقاصدو لپاره جعلي (یوزر اکاؤنټس) جوړوي.