دایران مسولې ادارې باید د جنایتکارانو پیروان تعقیب کړی
-
دایران ملت به خپلې له ویاړ او شرافت څخه ډکې لارې ته دوام ورکړي او د تیر وخت په شان به په ټولو دښمانانو بریالی شي .
زمونږخبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په اهواز کښې له پرونۍ ترهګرې پیښې وروسته چې د ایران د یوشمیر ښاریزو د شهادت او ژوبلیدا سبب شوه په یوه ()پیغام کښې ددغه خواشینونکی او ترخې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره ټینګار وکړ
مسولې استخباراتی ادارې دنده لری په چټکۍ او دقت سره د جنایتکارانو پیروان تعقیب کړی او هغه دهیواد قدرتمنې قضایی ادارې ته وسپاری .
هغه حضرت په دغه پیغام کښې د اهواز د ترهګرې پیښې د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ دڅرګندولو او دشهیدانو لپاره د سترو درجو او د شهیدانو او دژوبلو کسانو د کورنیو لپاره د الهی صبر په ارزو سره ټینګار وکړ د ګوډاګیو ترهګرو په لاس په اهواز کښې د ایران د یوشمیر خلکو د شهیدولو خواشینیونکی او ترخې پیښې یوځل بیا دایران دملت د دښمانانو خباثت او بې رحمۍ ښکاره کړه .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړه دغه سخت زړی ګوډاګیان چې په بې ګناه خلکو ، ماشومانو او ښځو ډزې کوی له همغو ریاکارو او درغجنو مدعیانو سره اړه لری چې په پرله پسې ډول د بشری حقوقو خبرې کوی او دهغوې له کینې ډک زړونه دایران د وسله والو ځواکونو په رسمت ګذشت کښې دملی اقتدار ورایښت نشی زغملی .
هغه حضرت ډاګینه کړه د دوې جنایتونه په سیمه کښې دامریکا د لاسپوڅو حکومتونو د دسیسې دوام دی چې خپل هدف یې په ایران کښې دناامنۍ رامینځته کول ګرځولی او دایران ملت به خپلې له ویاړ او شرافت څخه ډکې لارې ته دوام ورکړی او د تیر وخت په شان به په ټولو دښمانانو بریالی شی .