د ايران په خلاف بائيکاټ او دباو هيڅکله نه دے کامياب شوے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76985-د_ايران_په_خلاف_بائيکاټ_او_دباو_هيڅکله_نه_دے_کامياب_شوے
د ايران خارجه وزير د ايران په خلاف د صهيونېسټ رژيم او امريکې ګواښونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ، د ايرانيانو په خلاف د بائيکاټ او دباو سياست هيڅکله نه دے کامياب شوے او پکار دي د ايران له خلقو سره له دباو، ګواښ او بائيکاټ نه په پاکه ژبه خبرې وشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2018 12:28 Asia/Kabul
  • د ايران په خلاف بائيکاټ او دباو هيڅکله نه دے کامياب شوے

د ايران خارجه وزير د ايران په خلاف د صهيونېسټ رژيم او امريکې ګواښونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ، د ايرانيانو په خلاف د بائيکاټ او دباو سياست هيڅکله نه دے کامياب شوے او پکار دي د ايران له خلقو سره له دباو، ګواښ او بائيکاټ نه په پاکه ژبه خبرې وشي.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف د چائنا ګلوبل ټي وي چېنل له انګرېزۍ څانګې سره په مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې د يو بل احترام او اعتماد د خبرو اترو د نتيجې ورکولو شرط دے تاکيد وکړ، د ايران او امريکې ترمېنځ خبرې اترې پکار دي  له حقيقت پسندۍ سره  ملې وي، ځکه چې يوازې خبرې اترې څه مشکل نه شي هوارولې.

جواد ظريف په نيويارک کښې د هغه او د امريکې د خارجه وزير مائک پومپيو د کتنې د امکان په باره کښې تاکيد وکړ، د امريکې چارواکو چې په سر ک ښې يې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ دے د برجام په خلاف ورزۍ او يو نړيوال سند ته په بې پامۍ سره وښودله چې متقابل اعتماد ته څه پاملرنه نه کوي او نړيوال تړونونه او معاهدط هم  د ځان لپاره بې اعتباره بولي.

د ايران خارجه وزير د دغې مرکې په يوه بله برخه کښې د ايران او چين تعلقاتو ته په اشارې سره وويل، دواړه هېوادونه په مختلفو ډګرونو کښې ډېر مضبوط تعلقات لري