امریکا له قانون څخه تښتي
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د ایران او امریکې ترمینځ د ۱۹۵۵ کال د ملګرتیا له تړونه د دغه هیواد وتل، له قانونه د امریکې د تیښتې یوه بله نمونه وبلله.
محمد جواد ظریف بیګا په یو ټویټ کښې ولیکل: امریکې برجام د هغې څو اړخیزې موافقې په توګه چې د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کښې ثبت شوې ده، په دې دلیل سره چې له ایران سره د یوې دوه اړخیزې موافقې په لټه کښې ده، لغو کړ.
د ایران خارجه وزیر زیاتوي: اوس هم پس له دې چې د عدالت نړیوالې محکمې امریکې ته امر کړی چې د ایټمي موافقې خلاف ورزي او د ایران پر خلکو بندیزونه ختم کړي، د ایران او امریکې ترمینځ له موجودې موافقې وځي.
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه د عدالت او جزا د نړیوالې محکمې له راې وروسته د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو پرون وویل: امریکا له ایران سره د ملګرتیا هغه تړون چې په ۱۹۵۵ کال پورې اړوند دی، ختم شوی ګڼي.