دایران ملت به امریکاته بله درنده څپیړه هم ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77021-دایران_ملت_به_امریکاته_بله_درنده_څپیړه_هم_ورکړی
ان شاءا.... تاسو ځوانان به په هغو بیلابیلو ډګرونو کې چې په وړاندې ئې لرۍ هم بریالی شئ. داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې ولولناکې وینا کې وفرمائیل ؛ له عاشورا وروسته ډیرې مهمې شپې ورځې دی او دا په حقیقت کې دزینبی حماسې شپې ورځې دی چې تاسو ټولو لبیک یا زینب په شعار سره غواړئ زینبی کردار اداکړئ چې حتما به بریالی شئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2018 02:53 Asia/Kabul
  • دایران ملت به امریکاته بله درنده څپیړه هم ورکړی

ان شاءا.... تاسو ځوانان به په هغو بیلابیلو ډګرونو کې چې په وړاندې ئې لرۍ هم بریالی شئ. داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې ولولناکې وینا کې وفرمائیل ؛ له عاشورا وروسته ډیرې مهمې شپې ورځې دی او دا په حقیقت کې دزینبی حماسې شپې ورځې دی چې تاسو ټولو لبیک یا زینب په شعار سره غواړئ زینبی کردار اداکړئ چې حتما به بریالی شئ

Image Caption

 

زمونږخبریال راپور راکړ  داسلامی انقلاب معظم  لارښود حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای  پرون دتهران په آزادۍ سټیډیم کې  دلسګونو زره  بسیجیانو په ولولناکې غونډې  کې په خپلې وینا کې وفرمائیل؛دغې سترې غونډې  او ولولناکو لسګونو زروبسیجی  ځوانانو دغه جذبه او ولوله  د شپیتمې لسیزې  دهغې ولولناکې غونډې یاد تازه کړی ،  چې په همدغه سټیډیم کې  ځوانان راغونډ شوی وو او  خپل قدرت او اقتدار ئې د طاغوت  په مخ په څپیړې وهلو سره  نندارې ته وړاندې کړی ؤ  او ان شاءا....  تاسو ځوانان  به  په هغو بیلابیلو ډګرونو کې چې  په وړاندې ئې لرۍ  هم بریالی شئ.

داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې ولولناکې وینا کې  وفرمائیل ؛  له عاشورا وروسته ډیرې مهمې شپې ورځې  دی او دا په حقیقت کې   دزینبی حماسې شپې ورځې دی چې تاسو ټولو لبیک یا زینب په شعار سره غواړئ   زینبی کردار اداکړئ چې حتما  به بریالی  شئ

Image Caption

 

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  همدرااز ددې خبرې په کولو سره چې  امریکایان  په چټی   خیالاتو سره  دایران د حالاتو او د خپل قدرت  د بشپړ اپوټه  انځورونې  په لټه کې دی ،  زیاته کړې ، دهیواد ملت  اقتصادی بندیزونه  له ماتې سره مخامخ کولی شی  او  دخداوندمتعال  په قدرت اوحول  و قوه الهی  سره  به    بندیزونه ناکام کړو او  دبندیزونو ناکامی ، د امریکا د ناکامۍ په معنا  دی او امریکا باید  په دغې ماتې سره   دایران د ملت په لاس یوه بله څپیړه وخوری .

Image Caption

 

داسلامی  انقلاب معظم لارښود   دامریکا  لیبرل ډیموکراسۍ شرمیدا  او  په دنیا کې  پر هغو دنیوکو  دودیدا ته په ا شارې سره  وفرمائیل ؛ په همدې دلیل ده چې  امریکا  په  ډیرو مالی توانمنیو او پرمختللو  ټیکنالوجیو او ایټمی قدرت   درلودلو سره سره ،  د عراق ، سورئې ، لبنان، پاکستان او افغانستان  په څیر  په  ډیرو سیمو کې  ماته خوړلې او  نوره ماتې او ناکامۍ  هم دامریکا په تمه دی .

Image Caption

 

دوی  همداراز   دامریکا د ولسمشر زړه خوشالول ، دایران دملت او اسلامی انقلاب  او  د دغه ملت د انقلابی او  ایمانی روحیې د نتیجې  نه منل   وبلل او ټینګار ئې وکړ ، دغه غلط تحلیل ،   په تیرو څلویښتو کلونو کې د امریکایانو  دګمراهۍ لامل شوی  چې باید  په دې دلیل د خداوندمتعال  شکر اومنندوی ووسو ، چې   دایران دملت  دښمنان  ئې نادان  او احمقان  ګرځولی دی .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  همداراز  په دې په ټینګار سره چې  داستکبار موخه ، دایران د اسلامی  اقتدار  عناصرو ته   ګوزار ورکول دی ،  ووئیل ،    ټولنیز  ثبات او دوام ئې  ،ملی وحدت  او امنیت   ،  داسلامی  انقلاب اصولو او اساس ته پابندی ، دعلمی پراختیا  د مخ په  وده پرمختګ  دحرکت دوام ، داسلامی  اوانقلابی  کلتور ژورتیا او پراختیا،دفاعی او  توغندوی پرمختګ  او په سیمې کې د شتون پراختیا ،  داسلامی جمهوری اقتدار  عناصر دی او  دښمنان  دقدرت دغو عناصرو ته   په ګوزار ورکولو پسې دی .

Image Caption