امریکایان د اعتماد او باور وړ نه دي
Oct 06, 2018 04:24 Asia/Kabul
د ایران خارجه وزیر وویل: امریکې له ایټمي موافقې په وتلو سره ثابته کړه چې د خبرواترو لپاره د باور او اعتماد وړه نه ده.
محمد جواد ظریف پرون الجزیره ټي وي چینل ته په یوه مرکه کښې زیاته کړه: ایران له امریکې سره خبرواترو ته هیڅ ګروهنه نه لري ځکه چې واشنګټن د مذاکرې لپاره د باور وړ نه دی.
د ایران خارجه وزیر همداشان د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د ایران او اروپا خبرواترو ته اشاره وکړه او ویې ویل: ایران له برجامه د امریکې د وتنې د تاوان جبیره کولو لپاره اروپایانو ته وخت او مهلت ورکړی دی.
یاده دې وي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مۍ په اتمه نیټه د ایران خلاف د بې بنیاده تورونو په تکرارولو سره له ایټمي موافقې د واشنګټن وتل او په ایران باندې بیاوارې د ایټمي بندیزونو لګیدل اعلان کړي دي.
ټیګونه