ایران۷۷میډالونو په ګټلوسره د پاراآسیائي لوبو دجدول په دریم لمبرکې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77176
د میډالونو د ګټونکو دجدول په اساس ، چین د یو سل نهه پنځوس رنګ په رنګ میډالونو سره په لومړی لمبر او جنوبی کوریا هم د اوه اویا رنګ په رنګ میډالونو په ګټلو سره په دوهم لمبر دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 10, 2018 14:36 Asia/Kabul
  • ایران۷۷میډالونو په ګټلوسره د پاراآسیائي لوبو دجدول په دریم لمبرکې دی

د میډالونو د ګټونکو دجدول په اساس ، چین د یو سل نهه پنځوس رنګ په رنګ میډالونو سره په لومړی لمبر او جنوبی کوریا هم د اوه اویا رنګ په رنګ میډالونو په ګټلو سره په دوهم لمبر دی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  دایران د پرکوټو لوبغاړو کاروان چې  د انډونیشیا  د ۲۰۱۸کال د پاراآسیائي لوبو کې  د ګډون  لپاره  جکارتا ته تللی ،ټول ټال د ۷۷ میډالونو په ګټلو سره چې  په هغو کې ۲۳ د سروزرو ،شل د سپینو زرو او  ۲۶ د زیرومیډالونه دی،د آسیا دپارااولمپیک لوبو دجدول دریم لمبر ته رسیدلی دی او دغه  لوړیدا هماغه راز روانه ده .

   د ایران د کاروان زیاتره میډالونه د منډې  په څانګې   کې ګټل شوی دی ، چې   په ټول کې  د سروزرو دولس ،دسپینو زرو  څوارلس او د زیّړو هم  دیارلس میډالونو په ګټلو سره  په دغې څانګې کې ۳۹میډالونه  دایران  پرکوټو لوبغاړو ګټلی دی ..

 دانډونیشیا د ۲۰۱۸کال دپاراآسیائي لوبې  د روانې تلې دمیاشتې  په څوارلسمه  د جکارتا په کوربتوب سره  په څوارلسو څانګو کې د  یو څلویښتو هیوادونو د دوه زره اته سوه اتیاؤ لوبغاړو په ګډون سره پیل شوی  چې  دایران د کاروان شمیر  هم  دوه سوه نهه لوبغا ړو ته رسیدلی دی   او تر دې دمه ئې ۶۵رنګ په رنګ میډالونه ګټلی او دآسیائی  لوبو په دریم لمبر کې دی .

 همداراز د میډالونو د  ګټونکو دجدول په اساس ،  چین د  یو سل نهه پنځوس رنګ په رنګ میډالونو سره په لومړی لمبر او جنوبی  کوریا هم  د اوه اویا رنګ په رنګ میډالونو په ګټلو سره  په دوهم لمبر دی .