ظريف: د امريکې د بائيکاټ نشه له کنټروله وتلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77373-ظريف_د_امريکې_د_بائيکاټ_نشه_له_کنټروله_وتلې_ده
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير پرون په خپله ټوئيټر پاڼه کښې د ايران په خلاف د امريکې د نويو بنديزونو په ردعمل کښې وليکل، د امريکې د بائيکاټ نشه له کنټروله وتلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2018 01:22 Asia/Kabul
  • ظريف: د امريکې د بائيکاټ نشه له کنټروله وتلې ده

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير پرون په خپله ټوئيټر پاڼه کښې د ايران په خلاف د امريکې د نويو بنديزونو په ردعمل کښې وليکل، د امريکې د بائيکاټ نشه له کنټروله وتلې ده.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف وويل: يو ايرانے خصوصي بېنک چې د خوراک او درملو په وارداتو کښې يې مهم رول لرۀ له يو بل غېر قانوني هدف سره په اتو واسطو د ارتباط د ادعا په وجه بائيکاټ شوے دے.

امريکې د تېرې نهې په ورځ د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د خپلو غليمانه اقداماتو په دوام کښې د ايران شل بېنکونه، شرکتونه او ادارې بائيکاټ کړې.

د امريکې د خزانې وزارت دغه شل بېنکونه،شرکتونه او ادارې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو له لښکر او د مستضعفينو د رضاکارو له ادارې سره د تعلق په بهانه د بنديزونو په لېسټ کښې شاملې کړې.

د امريکې د خزانې وزارت له دې مخکې هم په ځلونو ايراني او خارجي کسان او شرکتونه د اسلامي انقلاب د پاسدارانو له لښکر سره د ارتباط په شمول په مختلفو بهانو بائيکاټ کړي وو.

د يادونې ده چې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر په سيمه کښې  د امريکې تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو ډلو سره په مبارزه کښې بنيادي رول لري.