د نومبر څلورمه، د ايران په وړاندې د امريکې نفسياتي لوبه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77729-د_نومبر_څلورمه_د_ايران_په_وړاندې_د_امريکې_نفسياتي_لوبه
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير په داسې حال کښې چې د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو دويمې دورې ته يوه هفته پاتې ده وويل: د نومبر په څلورمه نېټه به څه نوې پېښه رامنځته نه شي او امريکه به خپلو اهدافو ته ونه رسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2018 10:07 Asia/Kabul
  • د نومبر څلورمه، د ايران په وړاندې د امريکې نفسياتي لوبه

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير په داسې حال کښې چې د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو دويمې دورې ته يوه هفته پاتې ده وويل: د نومبر په څلورمه نېټه به څه نوې پېښه رامنځته نه شي او امريکه به خپلو اهدافو ته ونه رسي.

محمد جواد ظريف پرون د خبريالانو په ټول کښې وويل: «د دې خبرې امکان چې امريکه به د بنديزونو د دويمې دورې خپلو اقتصادي اهدافو ته ورسېدې شي ډېر کم دے او د دې احتمال چې خپلو سياسي اهدافو ته به ورسي هيڅکله نشته.»

له برجامه له وتلو او د ايران په خلاف د امريکې د غېر قانوني بنديزونو له ستنولو څخه د دغه هېواد اهداف په دوو اقتصادی او سياسي اړخونو کښې جاجول کېدې شي. ټاکل شوې ده د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو دويمه دوره د روان ۲۰۱۸ ميلادي کال د نومبر له څلورمې نېټې څخه د ايران په بېنکي، مالي مبادلاتو او د تېلو د خرڅون په برخه کښې اجراء شي. امريکې تر دغې نېټې د ايران د تېلو اخېستونکو ته فرصت ورکړے دے چې له ايرانه د خپلو تېلو اخېستنه صفر ته ورسوي. خو هغه څه چې اوس د تېلو د نړيوالو بازارونو له اوسني حقيقت څخه ليدل کيږي  د تېلو د صادرونکو هېوادوو د تنظيم اوپېک د دريم توليدونکي په توګه د ايران پوره حدف کېدل امکان نه لري.

خو د ډونالډ ټرمپ حکومت چې ته به وائې د ايران له ملت سره په کينې او دښمنۍ کښې په امريکه کښې له نورو حکومتونو څخه مخکې شوے دے، کوشش کوي په اقتصادي دباو سره اسلامي جمهوري نظام ته د خلقو نظر يو نيوکه کونکے نظر کړي او په سياسي اړخ کښې هم کوشش کوي ايران د نړيوال سياست په ډګر کښې ګوښې ته کړي.

په اقتصادي اړخ کښې اقتصادي دباو او بائيکاټ که څه هم د ايران په ملت باندې تاثير کوي خو د امريکې د دغه سياست ناکامي د اسلامي انقلاب په کاميابۍ سره تجربه او ثابته شوې ده. د بنديز په حربې سره د ملت او د اسلامي جمهوري نظام ترمېنځ فاصله پېدا کول له سرابه نه زيات څه دي او نن د اسلامي انقلاب په څلوېښت کلنۍ کښې له اسلامي انقلاب او اسلامي جمهوريت سره د ايران د ملت پېوستون او ملګرتيا د اقتصادي مشکلاتو باوجود مثالي ده.

په سياسي اړخ کښې هم د ډونالډ ټرمپ حکومت د ايران له اسلامي جمهوريت سره په سياسي مقابله کښې د امريکې د ګوښه کېدو په سېمبول بدل شوےدے او هغه څه چې دغه هېواد يې د ايران په خلاف د بنديزونو په پرده کښې تعقيبوي يوازې نفسياتي اړخ لري. د برجام د ساتنې او له ايران سره د ملګرتيا لپاره د اروپائي اتحاديې ثابت قدمۍ امريکه خپلو سياسي هدفونو ته په رسېدو کښې يوازې پرېښودې ده او په داسې حالاتو کښې دا د ټرمپ امريکه ده چې د راروان نومبر په څلورمه نېټه به يو ځل بيا د خپلې ګوښه کېدو کتونکې وي.

په همدې  چوکاټ کښې وال سټريټ جرنل امريکائي ورځپاڼې د تېرې جُمعې په ورځ وليکل: «اروپائي اتحاديې په تېرو مياشتو کښې په ځلونو امريکه له برجامه په وتلو رټلې او د ايران په خلاف د بنديزونو له بيا لګولو سره يې مخالفت کړے دے. اروپائي اتحايې له ايران سره د مالي طريقو د ساتنې لپاره د لارو چارو له وړاندې کولو نه علاوه يو قانون هم تصويب کړے دے چې د هغه له مخې به د هغو اروپائي کسب او کارونو لپاره چې له ايران سره ملګرتيا کوي د امريکې د احتمالي جرمانو احکام په رسميت ونه پېژني.»

د ايران په خلاف له ځان سره د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د غړيو د ملګري کولو لپاره د دغې شورا د تېر ستمبر د مياشتې په غونډه کښې د ډونالډ ټرمپ د ناکامۍ ترڅنګه د اروپائي اتحاديې دغه پرېکنده موقف د بائيکاټونو د دويمې مرحلې په اجرا سره د امريکې د سياسي اهدافو د پوره کېدو احتمال صفر ته رسولےدے.

د ايران د تېلو بائيکاټ به چې د امريکې د بائيکاټونو د دويمې مرحلې اصلي محور دے د تېلو په نړيوالو بازارونو يو لړ منفي اثرات وکړي او دغه اټکل ښودنه کوي چې د ايران د تېلو د صادراتو صفر ته رسول ناممکنه چاره ده. په همدې زمينه کښې د امريکې د انرجۍ د اطلاعاتو ادارې خبردارے ورکړے دے چې: «د ايران د تېلو بائيکاټ به د نړيوالو بازارونو د سخت لاندې باندې کېدو ترڅنګه د تېلوبيه زياته کړي.»

په هر حال هغه څه چې امريکه ورباندې د ايران د بائيکاټ لپاره ټينګار کوي د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک او د نړيوالې محکمې د وروستي حکم په خلاف دي چې امريکه د ايران په خلاف د بنديزونو له لګولو څخه منعې کوي.

--------------