ظريف: اروپا په اول ځل د امريکې له بنديزونو سره مقابله کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77730-ظريف_اروپا_په_اول_ځل_د_امريکې_له_بنديزونو_سره_مقابله_کوي
د ايران خارجه وزير وويل، دا وړومبے ځل دے چې راوپايان نه يوازې د امريکې د سياست په خلاف د نظر څرګندونه کوي بلکه د بائيکاټونو د تلافي کولو کوشش کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2018 10:38 Asia/Kabul
  • ظريف: اروپا په اول ځل د امريکې له بنديزونو سره مقابله کوي

د ايران خارجه وزير وويل، دا وړومبے ځل دے چې راوپايان نه يوازې د امريکې د سياست په خلاف د نظر څرګندونه کوي بلکه د بائيکاټونو د تلافي کولو کوشش کوي.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف د سي بي اېس چېنل له خبريال سره چې ايران ته راغلے ؤ په مرکه کښې او وړمه ورځ خپره شوه د برجام له ګټو څخه د ايران د برخورېدو لپاره د اروپا د پلان په باره کښې وويل، اروپايان د يو داسې چلند د پراختيا په لټه کښې دي چې د امريکې بائيکاټونه اودروي او تلافي يې کړي.

ظريف له برجامه د  امريکې د  وتلو او د بائيکاټونو د بيا لګولو په اړه وويل، امریکايان د بائيکاټونو په نشه اخته شوي دي او باوري دي چې بائيکاټونه د هغوي ټول مشکلات ختمولې شي خو داسې نه ده.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه و زير واضحه کړه، د برجام د رامنځته کولو لپاره له سترو قوتونو سره په خبرو اترو کښې مو دوه نيم کاله وخت دې لپاره ونه لګولو چې په اسانۍ سره ترې ووځو، ځکه چې پوهيږوو چې لا ښه موافقه به شتون ونلري.

د ايران خارجه وزير د ډونالډ ټرمپ د معاملې د هنر ته په اشارې سره زياته کړه،  کولې شم د امريکې ولسمشر ته د هغه د خبرو اترو په ټولو مهارتونو سره اطمينان ورکړم چې دغه موافقه د ايران، اروپا، امريکې، روسيې، چين او ټولې نړيوالې ټولنې لپاره يوه ډېره غوره موافقه ده.

هغه د نومبر د څلورمې د بنديزونو په باره کښې هم وويل، امريکايان د دغو بنديزونو په اړه ډېر لوے مشکل لري ځکه چې له دې وروسته به ايران د خپلو پروګرامونو مطابق هغوي ته ځواب ورکوي.