ایران او روسیه له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې نزدې ملګرتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77903-ایران_او_روسیه_له_ترهګرۍ_سره_په_مبارزه_کښې_نزدې_ملګرتیا_لري
د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر په سیمه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې د ایران او روسیې ملګرتیا او تعامل مثبت وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2018 04:07 Asia/Kabul
  • ایران او روسیه له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې نزدې ملګرتیا لري

د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر په سیمه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې د ایران او روسیې ملګرتیا او تعامل مثبت وباله.

ډاکټر علي لاریجاني پرون په تهران کښې د روسیې د پارلیمان د امنیت او له رشوت سره د مبارزې د کمیشن له مشر واسیلي بیسکاروف سره په کتنه کښې، د پارلیماني ملګرتیاؤ د نویو لارو چارو د رامینځته کولو لپاره د دواړو هیوادونو د پارلیمانونو په کوشش باندې په ټنیګار سره زیاته کړه: ایران ته د روسیې د پارلیماني پلاویو سفر به د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره یو مثبت ګام وي.

لاریجاني د سایبري امنیت، له نشه ایزو موادو سره د مبارزې او له ترهګرۍ سره د مقابلې په لړ کښې د روسیې اقدامات وستایل او ویې ویل چې دغه هیواد په دې مسائلو کښې د قانون جوړونې له نظره ښه ګامونه پورته کړي دي.

په دغه کتنه کښې واسیلي بیسکاروف هم په وروستیو څو کلونو کښې د ایران او روسیې مثبتو او رغنده اړیکو ته په اشارې سره هیله وښودله چې د دواړو هیوادونو د پارلیمانونو د تخصصي کمیشنونو د غړو د سفرونو زیاتیدا له ترهګرۍ او د نشه ایزو موادو له تجارت او قاچاق سره د مقابلې او د سایبري امنیت د ساتنې په لړ کښې ضروري زمینه برابره کړي.