امریکا باید د انسانیت خلاف د جنایت په وجه مواخذه شي
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د ایران د خلکو خلاف د امریکې د بیاوارې بندیزونو لګیدو په غبرګون کښې په یو ټویټ کښې ولیکل: امریکا باید د انسانیت خلاف د خپلو جنایتونو په وجه مواخذه شي.
محمد جواد ظریف تیره شپه په دغه پیغام کښې ولیکل: د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو د ایران حکومت د واشنګټن د هغو غیرقانوني بندیزونو د پایلو مسئول ګڼي چې د خوړو او درملو د برابرولو لپاره بانکي سروسونو ته د ایران د خلکو د لاسرسۍ مخه نیسي.
د ایران خارجه وزیر څرګنده کړه: د ایران حکومت به د امریکې له هلوځلو سره سره د خپلو خلکو لپاره دا اسانتیاوې برابرې کړي خو امریکا باید د دې جنایتونو په وجه مواخذه شي.
د ویلو ده چې د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو دویم پړاؤ چې د ایران د تیلو، بانکونو او سوداګریزو مبادلاتو برخه یې په نښه کړې ده، د نومبر په پنځمه نیټه اجرايي شو او د ایران خلک یې نیغ په نیغه هدف ګرځولي دي.
ښاغلي ظریف بیګا همداشان په یو بل ټویټ کښې د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئو د هغې ادعا په غبرګون کښې چې ایران یې د یمن د ویرانۍ ذمه وار بللی او سعودیان یې له یمن سره د میلیون هاؤ ډالرو انساندوستانه مرسته کونکي معرفي کړي وو، لیکلي دي: ښاغلي پمپئو! آیا یمنیانو ستاسو قصابو نوکرانو ته چې د ښوونځي د بس د بمبارولو لپاره میلیارډونه ډالر لګوي، باید اجازه ورکړې وی چې بې له مقاومته یې نابود کړئ؟ تا له شرم نه درځي؟