ظريف: ايران به خپل پرمختګ ته دوام ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78053-ظريف_ايران_به_خپل_پرمختګ_ته_دوام_ورکړي
د ايران د بهرنيو چارو وزير د ايران په خلاف د امريکې د خارجه وزير د څرګندونو په ردعمل کښې تاکيد وکړ: ايران به خپل پرمختګ ته دوام ورکړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2018 08:14 Asia/Kabul
  • ظريف: ايران به خپل پرمختګ ته دوام ورکړي

د ايران د بهرنيو چارو وزير د ايران په خلاف د امريکې د خارجه وزير د څرګندونو په ردعمل کښې تاکيد وکړ: ايران به خپل پرمختګ ته دوام ورکړي

د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو له سپکاوي نه په ډکو څرګندونو کښې وويل: ايران که غواړي چې ولس يې ډوډۍ وخوري د امريکې خبرې ته دې غوږ کيږدي.

محمد جواد ظريف پرون ماښام په خپله ټوئيټر پاڼه کښې وليکل: د امريکې خارجه وزير په ايران باندې د خپلو تخيلاتو د تپلو لپاره په يو مايوسانه کوشش کښې په ډاګه د ايران خلق په لوږه ګواښي چې د بشريت په خلاف يو جنايت دے.  

ظريف زياته کړه: د امريکې خارجه وزير به هم د خپلو تېرو کسانو په شان زده کړي چې د امريکې د کوششونو باوجود ايران نه يوازې خپل ژوند ته دوام ورکوي بلکه د خپل حاکميت د حق له قرباني کولو نه بغېر به خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان ميلادي کال د مۍ په اتمه نېټه له برجامه  د واشنګټن  وتل او په دوو دورو کښې د ايران په خلاف د اېټمي بائيکاټونو ستنول اعلان کړل.

د دغو بائيکاټونو وړومبۍ دوره د اګست له اومې او دويمه دوره د نومبر له پينځمې څخه اجرا شوه.

له برجامه په وتلو او د ايران په خلاف د بائيکاټونو په بيا لګولو کښې د امريکې اقدام له براخو نړيوالو غندنو سره مخامخ شوے دے.