نړیواله ټولنه د امریکې له یواړخیزپالنې ستړې شوې ده
Nov 24, 2018 04:06 Asia/Kabul
د ایران خارجه وزیر بیګا ایټالیا ته د خپل دوه ورځني سفر په پاې کښې خبریالانو ته وویل: نړیواله ټولنه د امریکې له یواړخیز پالونکو سیاستونو ستومانه شوې ده.
د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف روم ته په خپل سفر کښې شویو غونډو او لیدو کتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایټمي موافقې او د امریکې له یواړخیزپالو سیاستونو سره د مقابلې بحث په ټولو غونډو کښې مطرح و.
ښاغلي ظریف په دې خبرې سره چې نړیواله ټولنه د راتلونکي لپاره د امریکې د یواړخیزپالو سیاستونو خطر ویني، څرګنده کړه: نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې له دې سیاستونو سره د مقابلې لپاره ضروري لګښت ورکړي.
ټیګونه