په افغانستان کښې پوځی حل لارې هیڅ نتیجه نه ده ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78505-په_افغانستان_کښې_پوځی_حل_لارې_هیڅ_نتیجه_نه_ده_ورکړی
زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل په افغانستان کښې پوځی حل لارې کومه نتیجه نه ده لرلی او د دغه هیواد د خلکو او دحکومت په شتون او مشرۍ سره د پراخ بنسټه سیاسی حل لارې او د ملی پخلاینې وخت رارسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2018 14:12 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې  ترهګرۍ او دنشه ایزو موادو قاچاق تل  یوبل پیاوړي کړي دي .
    په افغانستان کښې ترهګرۍ او دنشه ایزو موادو قاچاق تل یوبل پیاوړي کړي دي .

زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل په افغانستان کښې پوځی حل لارې کومه نتیجه نه ده لرلی او د دغه هیواد د خلکو او دحکومت په شتون او مشرۍ سره د پراخ بنسټه سیاسی حل لارې او د ملی پخلاینې وخت رارسیدلی دی .

هغه نن د سویزرلینډ په جینوا کښې دافغانستان په هکله په نړیوال کانفرنس کښې د سولې دتحقق لپاره دافغانستان له خلکو او حکومت سره د مرستې لپاره دتهران د چمتووالی په اعلانولو سره وویل ټول هیوادونه بایدد پراخ بنسټه او جامعو خبرو اترو لپاره د افغانستان له  حکومت سره   مذاکراتو ته د طالبانو د کاږلو هڅه وکړی .

دایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف ډاګینه کړه په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې د افغانستان دخلکو بریاو په تیره بیا داساسی قانون تدوینیدل او  په ډیموکراټیکې لارې کښې حرکت په دغه هیواد کښې د سولې او د ثبات  زمینه برابره کړی ده .

جواد ظریف په دې خبرې سره چې دبهرنیو ځواکونو شتون هیڅکله په لویدیځې اسیا (مینځنی ختیځ )سیمه کښې ثبات نه دی رامینځته کړی او د سرزورو کسانو د جذبولو زمینه یې  برابره کړی ده وویل نوی چیلنج په افغانستان کښې د داعش ډلې شتون دی چې د ډیرې وینې دتویدا سبب شو .

دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ټینګار وکړ په افغانستان کښې  ترهګرۍ او دنشه ایزو موادو قاچاق تل  یوبل پیاوړی کړی دی نو ځکه خو د نشه ایزو موادو له ګواښ سره مقابله  جامعې ستراتیژۍ ته چې په دغه هیواد کښې اقتصادی پراختیا هم پکښې شامله ده ضرورت لری .

د افغانستان په اړه نړیوال کانفرنس له پرون راهسې  د ملګروملتونو په کوربه توب د نړۍ د څه دپاسه شپیتو (۶۰)هیوادونو په ګډون سره د سویزرلینډ په جینوا کښې کار پیل کړی او نن پاې ته رسیږی .