امریکا القاعدې او داعش ته وسلې ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78617-امریکا_القاعدې_او_داعش_ته_وسلې_ورکوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر تکفیري او ترهګرو ډلو ته د امریکايي وسلو پراخ انتقال ته په اشارې سره وویل: واشنګټن په سیمه کښې د دائمي بې ثباتۍ رامینځته کولو په لټه کښې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2018 02:07 Asia/Kabul
  • امریکا القاعدې او داعش ته وسلې ورکوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تکفیري او ترهګرو ډلو ته د امریکايي وسلو پراخ انتقال ته په اشارې سره وویل: واشنګټن په سیمه کښې د دائمي بې ثباتۍ رامینځته کولو په لټه کښې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تکفیري او ترهګرو ډلو ته د امریکايي وسلو پراخ انتقال ته په اشارې سره وویل: واشنګټن په سیمه کښې د دائمي بې ثباتۍ رامینځته کولو په لټه کښې دي.

فارس خبري آژانس لیکلي چې محمد جواد ظریف پرون په یمن کښې ترهګرو ډلو ته د لویدیځو وسلو د لیږد په هکله خپاره شوي رپورټ ته په اشارې سره وویل: واشنګټن په سیمه کښې د بې ثباتۍ د دائمي کولو تکل کوي څو خپل له شرارته ډک سیاستونه توجیه کړي.

ظریف په ټویټر کښې د ګارډین د رپورټ په خپرولو سره ولیکل: داسې ښکاري چې د وسله وال، اطلاعاتي او لاجیسټکي ملاتړ له لارې د سعودي او اماراتو په جنګي جنایتونو کښې ګډون پوره نه دی او امریکا د القاعدې او داعش په شان تندلارو ترهګرو ته پرمختللې وسلې ورکوي.