ظريف: ايران ترهه ګر او د هغوي باداران سزا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78729-ظريف_ايران_ترهه_ګر_او_د_هغوي_باداران_سزا_کوي
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير تاکيد وکړ، ايران ترهه ګر او د هغوي باداران سزا کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2018 01:21 Asia/Kabul
  • ظريف: ايران ترهه ګر او د هغوي باداران سزا کوي

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير تاکيد وکړ، ايران ترهه ګر او د هغوي باداران سزا کوي.

يو ترهه ګر پرون د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې د چابهار ښار د پولیسو مرکز ته له چاودیدونکو موادو د ډک ګاډی د ننباسلو نیت درلود چې پولیسو یې مخه ونیوله او ترهه ګر  دغه ګاډے وچاوۀ چې له امله يې دوه کسان شهیدان او اتویشت نور ژوبل شول.  د دغې حملې عامل ترهه ګر هم په هلاکت ورسېد.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف په خپله ټوئيټر پاڼه کښې په يو پېغام کښې وليکل، هم هغه ډول چې مخکې مې هم په  وضاحت سره ويلي دي دا ډول جنايتونه به بې سزا ورکولو پاتې نه شي.

هغه زياته کړه لکه څنګه چې د ايران امنيتي ځواکونو په ۲۰۱۰ کال کښې تندلاري او ترهه ګر د متحد عرب اماراتو په لار کښې پېدا کړل او وې نيول.