ظریف په سیمه او نړۍ کښې د امریکې په سیاستونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78980-ظریف_په_سیمه_او_نړۍ_کښې_د_امریکې_په_سیاستونو_نیوکه_وکړه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا په سیمې او نړۍ کښې د امریکې په سیاستونو باندې نیوکه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2018 01:52 Asia/Kabul
  • ظریف په سیمه او نړۍ کښې د امریکې په سیاستونو نیوکه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا په سیمې او نړۍ کښې د امریکې په سیاستونو باندې نیوکه کړې ده.

محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې، په دې خبرې سره چې د ایران خلاف بندیزوننه هیڅکله موثر نه دي پاتې شوې، ولیکل: د ایران دښمنان ملکي وګړو ته د زیان رسیدو سبب شوي دي خو سیاست نه بدلوي.

د ایران د خارجه وزیر په دغه ټویټ کښې چې د دوحې د نړیوالې غونډې په ترڅ کښې خپور شو، راغلي دي: ایران او د اروپا درې هیوادونه جمع دوه، په خبرواترو بوخت دي خو امریکې د څنګته کیدو او د تشدد او ګډوډي د تخم د کرلو فیصله وکړه.

د ویلو ده چې د ایران خارجه وزیر د دوحې په نړیوالې غونډې کښې د ګډون په موخه، قطر ته سفر کړی و.

هغه په قطر کښې د دغه هیواد له وزیراعظم شیخ عبدا... بن ناصر آل ثاني، خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او همداشان د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره ملاقاتونه کړي دي.