اروپا د امریکې د دباؤنو په وړاندې خپله هیڅ اراده نه لري
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: اروپا په عمل کښې وښودله چې د امریکې د دباؤ په وړاندې خپله هیڅ اراده نه لري.
بهرام قاسمي نن له کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره په خبري غونډه کښې په دې هکله چې د امریکې له وتنې وروسته د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره له ټاکلې نیټې د دوو میاشتو په تیریدو سره د SPV په نامه د مالي لارې چارې د رامینځته کولو په لړ کښې کوم خاص اقدام نه دی شوی، زیاته کړه: د لاروچارو د پيچلتیا او پر اروپايي هیوادونو د امریکې له حده زیات دباؤ سبب شو چې خبرې اترې ډیر وخت واخلي.
قاسمي وویل: د پام وړ ټکی د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د اروپا سیاسي اراده وه خو په عمل کښې یې وښودله چې د امریکې د دباؤ په وړاندې هیڅ نه شي کولی او نه ده توانیدلې چې خپلې ژمنې په ټاکلي وخت کښې اجرايي کړي.
بهرام قاسمي په دوام کښې په تهران کښې د ایران د خارجه وزیر له سیاسي مرستیال سره د طالب ډلې د یو پلاوي د خبرواترو خبر ورکړ او ویې ویل: کابل ته د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د سیکتر علي شمخاني د تیرې اونۍ له سفر او د افغانستان له لوړرتبه چارواکو سره یې له کتنو وروسته، پرون د طالبانو یو پلاوي په تهران کښې د ایران د خارجه وزارت د سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي په مشرۍ ایراني پلاوي سره خبرې اترې وکړې.
د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې خبرې سره چې د افغانستان له نیمايي زیاته خاوره د طالبانو په لاس کښې ده او په دغه هیواد کښې موجودې ناامنۍ، بې ثباتۍ او یولړ ستونزو ته په پام سره زیاته کړه: طالبانو له ایران سره خبرواترو ته ګروهنه درلوده او دا مذاکرات د افغانستان د حکومت په خبرتیا سره ترسره شوه.
قاسمي له طالب ډلې سره د ایران د خبرواترو اصلي موخه په افغانستان کښې د صلحې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره د دغه هیواد د حکومت او افغان ډلو ترمینځ خبرواترو کښې د مرستې لپاره د اسانونکې زمینې او لارې چارې موندل وبلل.
هغه همداشان له عراقه د ایران د سلاکار ځواکونو د ایستلو په هکله هم وویل: په عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سلاکارانه شتون د دغه هیواد په غوښتنه او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره و چې د داعشي ترهګرو لخوا د نیول شویو سیمو له آزادیدو او له عراقه د هغوي له وتنې وروسته په دغه هیواد کښې د ایران د سلاکار ځواکونو ماموریت ختم شو.