ايران د روسيې له حکومت او ملت سره خواخوږي څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79404-ايران_د_روسيې_له_حکومت_او_ملت_سره_خواخوږي_څرګنده_کړه
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت وياند پرون د روسيې په مګنيټو ګورسک ښار کښې په يوه ودانۍ کښې په چاودنې د سخت افسوس په کولو سره چې په لسګونو کسان پکښې مړۀ او ژوبل شول د دغه هېواد له حکومت او ملت او د قربانيو له کورنيو سره خوا خوږي څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2019 04:03 Asia/Kabul
  • ايران د روسيې له حکومت او ملت سره خواخوږي څرګنده کړه

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت وياند پرون د روسيې په مګنيټو ګورسک ښار کښې په يوه ودانۍ کښې په چاودنې د سخت افسوس په کولو سره چې په لسګونو کسان پکښې مړۀ او ژوبل شول د دغه هېواد له حکومت او ملت او د قربانيو له کورنيو سره خوا خوږي څرګنده کړه.

د روسيې په مګنيټو ګورسک ښار کښې په يو استوګن ځاے کښې د ګېسو د ليک کېدو له امله چاودنه رامنځته شوه او وداني راوغورزېده.

په دغه پېښه کښې تر اوسه د نولسو تنو مړي له ملبې  څخه راوېستل شوي دي او ۳۶ تنه لا اوس هم بې درکه دي.