د ايران او روسيې ګډ سمندري مشقونه به ډېر زر جوړ شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79485-د_ايران_او_روسيې_ګډ_سمندري_مشقونه_به_ډېر_زر_جوړ_شي
د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د سمندري ځواک قوماندان وويل، د ايران او روسيې د سمندري ځواکونو ترمنځ له سمندري ډاکوانو سره د مقابلې، امداد او ژغورنې تاکتيکي مشقونه به ډېر زر جوړ شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2019 12:47 Asia/Kabul
  • د ايران او روسيې ګډ سمندري مشقونه به ډېر زر جوړ شي

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د سمندري ځواک قوماندان وويل، د ايران او روسيې د سمندري ځواکونو ترمنځ له سمندري ډاکوانو سره د مقابلې، امداد او ژغورنې تاکتيکي مشقونه به ډېر زر جوړ شي.

د اېسنا خبري اژانس د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د سمندري ځواک قوماندان امير البحر جنرل حسين خانزادي وويل، د ايران او روسيې ګډ مشقونه به په سمندر کښې په سټراټيجکو، تاکتيکي او عملياتي سطحو کښې ملګرتياوې اوچتې اندازې ته ورسوي.

اميرالبحر خانزادي د دې په بيانولو سره چې د کېسپيئن سمندر پينځه ساحلي هېوادونه په دغه سمندر کښې له سيمې وراخوا هيڅ ځواک ته د شتون اجازه نه ورکوي، واضحه کړه، کېسپيئن د صلحې او دوستۍ سمندر دے او چاپېره يې ټول هېوادونه همدغه تګ لاره پلې کوي.

د ايران اسلامي جمهوريت ، روسيه ، آذربائيجان جمهوريت، قزاقستان او ترکمنستان د کېسپيئن سمندر پينځه ساحلي هېوادونه دي.