د ظريف لخوا د امريکې «له ايرانه د ويرونې» د سياست توصيف
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79563-د_ظريف_لخوا_د_امريکې_له_ايرانه_د_ويرونې_د_سياست_توصيف
امريکه د يو حقيقي بهرني سياست په ځاے له ايرانه د ويرونې وسواس ډوله سياست د ځاے کولو په حال کښې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2019 12:21 Asia/Kabul
  • د ظريف لخوا د امريکې «له ايرانه د ويرونې» د سياست توصيف

امريکه د يو حقيقي بهرني سياست په ځاے له ايرانه د ويرونې وسواس ډوله سياست د ځاے کولو په حال کښې ده.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف په خپل يو ټوئيټري پېغام کښې وليکل،د ايران په اړه د امريکې د خارجه وزير مائک پومپئو او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د صلاحکار وسواس د نفسياتي بيمارانو له چلند سره سمون خوري چې په دوامداره توګه د ماتې په حال کښې دي.

د ظريف ټوئيټ د ايران په وړاندې د امريکې د بهرني سياست په بيانولو کښې يو اشاره کونکے توصيف دے. د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو چې په يو ماموريت کښې يې له ايرانه د ويرونې په هدف سره سيمې ته سفر کړے دے پرون د نهې په ورځ په اردن کښې د ايران په خلاف د بې بنيادو البته هدفمنو تورونو په تکرارولو لاس پورې کړ. پومپئو په امان کښې په يوه اخباري ناسته کښې له هغه څه سره په مقابلې چې په سيمه کښې يې د ايران منفي نفوذ وبلۀ تاکيد وکړ.

امريکه د برجام په پوره اجرا باندې د نړيوالې ټولنې د تاکيد په اپوټه د پروپېګنډو په خپرولو پسې ده او هم هغه شان د يو نفسياتي بيمار په شان کوشش کوي د سيمې او نړۍ له امنيت او ثبات سره د مرستې لپاره خپل غلط او نامتعارف اقدامات د هدفنې ډېپلومېسۍ په قالب کښې وښئ؛ په داسې حال کښې چې د دغه سياست څېړنه د دغې ادعا په خلاف ښودنه کوي.  

امريکه له ايرانه د دروغو په ويرونې سره له تهران سره د مقابلې په لټه کښې ده. البته دغه پاليسي يوازې د ټرمپ له دورې سره تړلې نه ده بلکه له هغه وخت نه چې اسلامي انقلاب کاميابۍ ته ورسېد،له ايرانه د ويرونې بهير شروع شو او د ايران په خلاف د امريکې د نرم جنګ په قالب کښې په يو ثابت چلند بدل شو.

د انقلاب د صادرولو د خطر په شان، د اسلامي انقلاب له افکارو سره د ترهه ګرۍ مترادف ښودلو، د اسرائيلو په اېټمي وسلو د برغولي اېښودو په هدف سره د ايران د صلح ايزو اېټمي پروګرامونو په باره کښې د فضاء جوړونې او په سيمه کښې د ايران لخوا د سيمه ايزو بې ثباته  کونکو فعاليتونو د ادعا په شان ادعاګانې د امريکې د بهرني سياست ځينې اوزارونه وو او دي.

په تېرو دوو کلونو کښې د ټرمپ د حکومت د واکدارانو په بحث کښې د ايران ګواښ ښودنه د سعودي او اسرائيلو په ملګرتيا سره په واشنګټن کښې برابره کړې شوه.

په دغه پلان کښې د ايران د اېټمي پروګرام او له ايرانه د ويرونې موضوع د امريکې د بهرني سياست د اصلي محور په توګه ټاکل شوې ده.

د مينځني ختيځ د چارو کارپېژاندے ولاديمير ساژين وائي:

امريکه له ايرانه په يوه داسې ويرونه کښې ښکېله شوې ده چې د سعودي او اسرائيلو لخوا د زياتېدو په حال کښې ده.

دا هم هغه حقيقت دے چې جواد ظريف د ايران په وړاندې د امريکې د بهرني سياست په توصيف کښې بيان کړے دے.

------------