د امریکې لاپې او بدماشي د لس کاله پخوا په شان ده
Jan 19, 2019 04:10 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په (لس کاله مخکښې) چیلنج کښې په ګډون سره ولیکل: د امریکې همهغه لاپې شاپې لاهم دوام لري.
محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې د یو انځور په خپرولو سره، په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۹ کال کښې په ایران باندې د حملې لپاره د امریکې او اسرائیلو د لاپو په اړه په پيغور سره ولیکل: همهغه لاپې، همهغه بدماشي، همهغه توهم.
د ویلو ده چې په (لس کاله مخکښې چیلنج) نومي کمپین کښې کسان په تیرو لسو کالو کښې راغلو بدلونونو ته اشاره کوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ۲۰۰۹ او همداشان ۲۰۱۹ کلونو کښې د امریکې د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن د جنګ غواړي دریځ په خپرولو سره، په هغه باندې پر ایران د حملې د پلویتوب په وجه نیوکه کړې ده.
ټیګونه