ظریف د ونزویلا له خارجه وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ونزویلا له خارجه وزیر سره په ټیلیفوني تماس کښې د دسیسو په وړاندې د ونزویلا له حکومت او ولسه د ایران ملاتړ اعلان کړ.
د ایران او ونزویلا د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په ټیلیفوني خبرو کښې د خپلواکو حکومتونو په په تیره بیا ونزویلا خلاف د امریکې له دسیسو سره د نړیوالې مقابلې د لارو چارو په هکله د نظر تبادله وکړه.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د میکسیکو او یوروګوې د حکومتونو وړاندیز او د ونزویلا د حکومت او مخالفو ډلو ترمینځ د اختلافاتو د هواري د سیاسي لارو چارو او د کورنیو خبرواترو د پیاوړتیا لپاره نورې طریقې وجاجولې شوې.
له نورو هم فکره هیوادونو سره هم د ایران د خارجه وزیر سلامشورې دوام لري.
د ویلو ده چې په ونزویلا کښې له تیرو څو میاشتو راهیسې د دغه هیواد د مخالفانو مظاهرې او ناکرارۍ روانې دي. امریکا هم د بندیزونو په لګولو او د ونزویلا د حکومت د مخالفانو په ملاتړ سره هڅه کوي چې د دغه هیواد قانوني حکومت چې امریکايي ضد سټراټيجي لري، وپرزوي.