ظریف د ونزویلا له خارجه وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79913-ظریف_د_ونزویلا_له_خارجه_وزیر_سره_ټیلیفوني_خبرې_وکړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ونزویلا له خارجه وزیر سره په ټیلیفوني تماس کښې د دسیسو په وړاندې د ونزویلا له حکومت او ولسه د ایران ملاتړ اعلان کړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 26, 2019 04:24 Asia/Kabul
  • ظریف د ونزویلا له خارجه وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ونزویلا له خارجه وزیر سره په ټیلیفوني تماس کښې د دسیسو په وړاندې د ونزویلا له حکومت او ولسه د ایران ملاتړ اعلان کړ.

د ایران او ونزویلا د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په ټیلیفوني خبرو کښې د خپلواکو حکومتونو په په تیره بیا ونزویلا خلاف د امریکې له دسیسو سره د نړیوالې مقابلې د لارو چارو په هکله د نظر تبادله وکړه.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د میکسیکو او یوروګوې د حکومتونو وړاندیز او د ونزویلا د حکومت او مخالفو ډلو ترمینځ د اختلافاتو د هواري د سیاسي لارو چارو او د کورنیو خبرواترو د پیاوړتیا لپاره نورې طریقې وجاجولې شوې.

له نورو هم فکره هیوادونو سره هم د ایران د خارجه وزیر سلامشورې دوام لري.

د ویلو ده چې په ونزویلا کښې له تیرو څو میاشتو راهیسې د دغه هیواد د مخالفانو مظاهرې او ناکرارۍ روانې دي. امریکا هم د بندیزونو په لګولو او د ونزویلا د حکومت د مخالفانو په ملاتړ سره هڅه کوي چې د دغه هیواد قانوني حکومت چې امریکايي ضد سټراټيجي لري، وپرزوي.